Mar 15, 2019 15:16 Asia/Kabul
  • اسلامی ایران په عراق او سوریې کې امریکا ته ماته ورکړه

ایت ا... امامی کاشانی د دې خبرې په کولو سره چی دښمن په ټول توان سره ایران پرضد زیات دباو اعمال کړی دی ، زیاته کړه د ایران د ملت پرضد د بایکاټونو او فشارونو د شنډولو لپاره باید په درست مدیریت او د داخلی امکاناتو په لام بندۍ سره امریکا ته درنده ماته ورکړی .

د تهران د جمعې لمانځه خطیب وویل د ټولو په اعتراف د ایران اسلامی جمهوریت په ټول قدرت سره په عراق او سوریې کې د امریکا دسیسې ناکامه کړې او واشنګټن ته یې ماته ورکړه .

ایت ا... امامی کاشانی د دې خبرې په کولو سره چی دښمن په ټول توان سره ایران پرضد زیات دباو اعمال کړی دی ، زیاته کړه د ایران د ملت پرضد د بایکاټونو او فشارونو د شنډولو لپاره باید په درست مدیریت او د داخلی امکاناتو په لام بندۍ سره امریکا ته درنده ماته ورکړی .

امامی کاشانی همداراز د اسلامی انقلاب د معظم لارښود له لوری د اسلامی انقلاب د دوهم ګام د بیانیې صادریدا ته په اشارې سره وویل د دغې بیانیې اصلی مخاطب اسلامی امت او ایرانی ځوانان دی چی باید په راتلونکیو څلویښتو کلونو کی د دغې بیانیې د سحقق او ترسره کولو خپل جهاد او کوشش وکړی .

د تهران د جمعې لمانځه خطیب همداراز نن د نیوزیلینډ په کریسټ چرچ ښار کی په دو جوماتونو کی په لمونځ کونکیو حمله وغندله او ویې ویل دا اقدام ښی چی د اسلامی امت دښمنان ذلیل دی .

 

 

 

ټیګونه

کمنټونه