Mar 16, 2019 05:17 Asia/Kabul
  • د ایران د پارلیمان مشر د نیوزیلینډ ترهګره حمله وغندله

د ایران د اسلامي شورا مشر بیګا د نیوزي لینډ د پارلیمان مشر ټریور مالارډ ته په یو پیغام کښې د دغه هیواد په کرایسټ چرچ ښار کښې پر دوو جوماتونو ترهګره حمله وغندله.

د ایرنا د خبر له مخې علي لاریجاني په دغه پيغام کښې د نیوزي لینډ له ولس، حکومت، پارلیمان او د دې ترهګرې حملې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندولو په ترڅ کښې څرګنده کړه: دې جنایت یوځل بیا له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې د ټولو هیوادونو د هوښیارۍ او ملګرتیا د ضرورت یادونه وکړه او پر دې حقیقت یو ټینګار دی چې د ترهګرو ډلو د فکري جرړو له وچولو پرته به د نړۍ په هیڅ کومې سیمې کښې حقیقي صلحه او ارامښت رانه شي.

لاریجاني وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت د یو داسې هیواد په توګه چې خپله د ترهګرۍ قرباني پاتې شوی او له دې سپیرې ښکارندې سره په مقابله کښې یې د سر او مال ډیر تاوانونه ورکړي دي، له ترهګرۍ سره د مبارزې یوې جامع حل لارې ته د رسیدو لپاره له ټولو خپلواکو هیوادونو سره همفکرۍ او ملګرتیا ته تیار دی.

هغه په دغه پيغام کښې د دې بوږنونکي د وژل شویو لپاره د مغفرت او د هغوي د کورنیو لپاره د صبرِ جمیل او د زخمیانو لپاره یې د زر ښه کیدو دعا وکړه.

د ویلو ده چې پرون ماسپښین وسله والو ترهګرو د نیوزي لینډ د کرایسټ چرچ ښار د لینوُډ او النور نومې دوو جوماتونو ته په ورننوتو سره د جمعې په لمونځ کونکو باندې ډزې وکړې چې په دغه ستر جنایت کښې ۴۹ کسان مړه او ۵۰ نور زخمي شول.

تراوسه د نړۍ ډیرو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو دا وحشتناکه جنایت غندلی دی.

 

ټیګونه

کمنټونه