Mar 20, 2019 15:02 Asia/Kabul
  • دایران ملت په سیمې اونړۍکې له استعمار او استکبار سره دمبارزې مخکښ دی

بهرام قاسمی ددې خبرې په کولوسره چې ایرانیانو هیڅکله هم خپله ملی خپلواکی،عزت او غیرت،له فرصت غوښتنو سره معامله کړی نه دی،یادونه کړې،دایران ولس دهیواد په بیلابیلو سیموکې دبهرنیو یرغلګرو دحملو په وړاندې دخپلو مبارزو اوغیرتمندو سردارانو پر وجود ویاړ ی .

دایران داسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی د ایران دتیلو د صنعت د ملی کیدا د کلیزې په مناسبت په یولړڅرګندونو کې وئیلی دی،د ایران ملت،تل په سیمې او حتی په نړۍ کې د له استعمار او اسکتبار سره په مبارزې کې مخکښ او ثابت قدم  پاتې شوی دی .

 د ۱۹۵۱کال د مارچ  په شلمه نیټه  د ایران  دتیلو د صنعت دملی کیدا پلان   دایران په پارلیمان کې د تیلو دکمیشن  د غړو په وړاندیز سره  په رسمی توګه ملی شو ،  له یوه تاؤتریخجن سیاسی پړاوه وروسته،دایران دتیلو دصنعت په ملی کیدا سره ،دایران له تیلی صنعته د  انګریز  استعمار  لاسونه لنډ  او دا موضوع، له سیمې  د انګریزانو  دسوکه سوکه وتلو  پیلامه شوه .

  ایرنا خبری اژانس راپورورکړ بهرام قاسمی ددې خبرې په کولو سره چې ایرانیانو هیڅکله هم خپله ملی خپلواکی ،عزت او غیرت،له  فرصت غوښتنو سره معامله کړی نه دی،یادونه کړې،دایران  ولس دهیواد په بیلابیلو سیموکې دبهرنیو یرغلګرو دحملو په وړاندې   دخپلو  مبارزو اوغیرتمندو  سردارانو پر وجود ویاړ ی . 

  قاسمی ټینګار کړی،دایران دتیلو دصنعت دملی کیدا دغورخنګ  دبریالیتوب راز،بې شکه  پوهه مقاومت،او دهغو د مشرانوملی غیرت   او همدراز دسیاسی شخصیتونو څخه ولسی او ملی  ملاتړ ؤ .

 دایران د خارجه وزارت ویندوی  دتیلو دصنعت  له ملی کیدا وروسته دایران د ولس دملی حکومت اوګټو په ضد د لویدیځی حکومتونو اوامریکا نیغ په نیغه رول او لاسوهنوته په اشارې سره ووئیل،هراړخیزې خپلواکۍته درسیدا او د آزادی غوښتنې اودڅوملیّتی کمپنیانو  او پرَدیو په وسیله د ملی پانګې دویستلو اونغراک د مخنیوی آئیډیاوې، داسلامی انقلاب په بریالیتوب سره غوره نتیجې ته ورسیدې .

 

ټیګونه

کمنټونه