Mar 21, 2019 13:49 Asia/Kabul
  • دنړۍ په یولسو(۱۱) هیوادونو  کښې څه دپاسه درې سوه(۳۰۰) میلیونه خلک د ایران دخلکو د لرغوني نوروز اختر جشنونه ترسره کوي .
    دنړۍ په یولسو(۱۱) هیوادونو کښې څه دپاسه درې سوه(۳۰۰) میلیونه خلک د ایران دخلکو د لرغوني نوروز اختر جشنونه ترسره کوي .

زمونږخبریال وایی د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی نن په جلا جلا پیغامونو کښې د ۱۳۹۸ هجری لمریز کال د نوروز اختر د رارسیدا په مناسبت د افغانستان، د تاجیکستان ، د پاکستان ، د اذربایجان جمهوریت ، د ترکمنستان ، د ارمنستان ، د ترکیې، د قزاقستان ، د قیرغیزستان ، د عراق او د ازبکستان هیوادونو مشرانو ته مبارکی وویله .

حسن روحانی په دغو پیغامونو کښې د نوروز اختر د رارسیدا په مناسبت مبارکۍ ویلو سره هیله وکړه د سیمې حکومتونه د سپرلی د موسم په خاطر د سیمې د ولسونو  ترمینځ د یوزړه توب او سولې سریزې برابرې کړی او د  خپلو ملتونو لپاره  هوساینه او غوړیدا رامینځته کړی .

دایران ولسمشر حسن روحانی په دغو پیغامونو کښې  دغه راز د سیمې د هیوادونو دخلکو لپاره د خوشبختۍ او د سلامتیا هیله وکړه .

د نوروز اختر چې په ایرانۍ جرړې لرلو سره یو۱() جشن دی د نړۍ په دولسو(۱۲) هیوادونو کښې په رسمیت پیژندل کیږی او په ایران ، افغانستان ، تاجیکستان ، اذربایجان جمهوریت ، ازبکستان،  ترکمنستان ، قزاقستان ، قیرغیزستان او البانیا هیوادونو کښې د نوروز په نوم سره په کال هینداره کښې چټی ده .

دنړۍ په یولسو(۱۱) هیوادونو  کښې څه دپاسه درې سوه(۳۰۰) میلیونه خلک د ایران دخلکو د لرغونی نوروز اختر جشنونه ترسره کوی .

 

ټیګونه

کمنټونه