Mar 22, 2019 12:41 Asia/Kabul
  • د ملګروملتونو او دامنیت شورا د پریکړه لیکونو پراساس د جولان سیمه د سوریې د ټاټوبې نیول شوي برخه ګڼل کیږي .
    د ملګروملتونو او دامنیت شورا د پریکړه لیکونو پراساس د جولان سیمه د سوریې د ټاټوبې نیول شوي برخه ګڼل کیږي .

زمونږ خبریال وایی دایران دبهرنیو چارو د وزارت ویاند بهرام قاسمی وویل دامریکا دولسمشر ټرمپ شخصی او ناڅاپه فیصلې د ټولې دنیا لپاره خطرناکې دی په تیره بیا دا چې د مینځنی ختیځ حساسه سیمه به د نویو کړکیچونو په لور بوځی .

دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون په یوه(۱) ټویټر پیغام کښې وویل اوس وخت رارسیدلی دی چې له دوه پنځوس(۵۲) کلونو وروسته واشنګټن په کامل ډول د جولان په لوړو د اسرائیلو واکمنۍ په رسمیت وپیژندی .

دایران دخارجه وزارت ویاند بهرام قاسمی نن د امریکا د ولسمشر ټرمپ دفیصلې په غندلو سره وویل صهیونیسټ رژیم دنیواکګر رژیم په توګه په هیڅ اسلامی او عربی ټاټوبی د واکمنۍ حق  نلری او باید په چټکۍ سره ددغه رژیم تیری او نیواکګرۍ ختمه کړې شی .

قاسمی ډاګینه کړه د ملګروملتونو او دامنیت شورا د پریکړه لیکونو پراساس د جولان سیمه د سوریې د ټاټوبې نیول شوی برخه ګڼل کیږی او د صهیونیسټ رژیم لخوا د نیواک له ختمیدا پرته د جولان سیمې لپاره بل هیڅ   حل لاره د تصور وړ نه ده .

د ایران دبهرنیو چارو د وزارت ویاند بهرام قاسمی ټینګار وکړ د جولان په اړه د امریکا د ولسمشر لاسوهونکی فیصله نه یوازې د سورې له خاورې سره د جولان د تعلق په ماهیت کښې کوم بدلون نه رامینځته کوی بلکې په روښانه ډول د سازباز د سیاستونو ماتی او د صهیونیسټ رژیم او د امریکا د سلطه غواړی اود تیریګر خوی په مقابل کښې د مقاومت او دریدا د لارې سموالی ثابتوی .

بهرام قاسمی د امریکا او دصهیونیسټ رژیم له بدمعاشۍ د ډکو کړچارونو په هکله په خبرداری سره ټینګار وکړ دایران اسلامی جمهوریت په  ټول دقت سره راتلونکی بدلونونه څاری او د سوریې له  حکومت او نورو هیوادونو سره په ملګرتیا او سلامشورې ترسره کولو سره به متناسب سیاستونه غوره کړی .

 

ټیګونه

کمنټونه