Mar 22, 2019 15:19 Asia/Kabul
  • نه یوازې دامریکا غوښتنې پوره شوي نه دي بلکې د هغې پرضد مقاومت هم رامینځته شوی دی .
    نه یوازې دامریکا غوښتنې پوره شوي نه دي بلکې د هغې پرضد مقاومت هم رامینځته شوی دی .

زمونږ خبریال وایی د تهران د جمعې لمانځه موقته امام ایت الله سید احمد خاتمی په دې خبرې سره چې د نوی مینځنی ختیځ له پلان څخه د امریکا هدف په عراق ، په سوریې او په لبنان سلطه موندل دی ټینګار وکړ نه یوازې دامریکا غوښتنې پوره شوی نه دی بلکې د هغې پرضد مقاومت هم رامینځته شوی دی .

هغه د تهران د جمعې لمانځه په خطبو کښې عراق ته د ایران دولسمشر حسن روحانی او سوریې ته د ایران دوسله والو ځواکونو د لوی درستیز محمد باقری سفرونو ته په اشارې سره وویل دغه سفرونه به په سیمه کښې د مقاومت چورلیز پیاوړی کړی او په سیمه کښې به د مستکبرانو د شتون د ختمیدا  سبب شی .

د تهران دجمعې لمانځه موقته امام دغه راز په نیوزی لینډ کښې ترهګرې حملې او د څه دپاسه پنځوسو(۵۰) کسانو وژل کیدا ته په اشارې سره وویل ددغه جنایت علت د لویدیځو هیوادونو لخوا له اسلام څخه دخلکو او دهیوادونو ویرول دی چې مسلمانان یې ووژل .

ایت الله خاتمی دغه رازد اسلامی انقلاب د ستر لارښود لخوا  د رونق تولید دکال په توګه د ۱۳۹۸  هجری لمریز کال نومولو ته په اشارې سره وویل په هیواد کښې د اقتصادی رونق د ډیریدا لپاره باید د بې خرته وارداتو مخه ونیول شی چې دغه چاره ضروری ده .

 

ټیګونه

کمنټونه