Mar 26, 2019 15:20 Asia/Kabul
  • دایران په ډیرو سیمو کښې نن هم سخت بارانونه او په ځینو نورو سیمو کښې واورې شوي دي .
    دایران په ډیرو سیمو کښې نن هم سخت بارانونه او په ځینو نورو سیمو کښې واورې شوي دي .

زمونږخبریال وایی دایران په جنوب کښې دشیراز له ورانونکی سیلاب وروسته د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای ددغه ښار د جمعې لمانځه امام ته په یوه (۱) پیغام کښې غمجنو خلکو ته دتسلیت دویلو په ترڅ کښې تاوانی شویو سیمو ته د مرستو درسولو په چارو کښې د چټکتیا او د جدیت غوښتنه وکړه .

د شیراز د جمعې لمانځه امام  حجت الاسلام لطف الله دژکام ته داسلامی انقلاب دستر لارښو حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای په پیغام کښې راغلی دی په شیراز کښې د سیلاب ورانونکی پیښه چې د نوروز اختر په ورځو کښې د یوشمیر کسانو د وژل کیدا او د کورنیو د غمجنیدا او دیوشمیر نورو کسانو د ژوبلیدا او په ښار کښې د تاوان او د ورانۍ سبب شول زما د غم سبب شوی ده .

دایران ولسمشرحسن روحانی هم د هیواد په بیلابیلو سیمو کښې دسیلاب ځپلیو خلکو په حالت په سمدستی غور ټینګار سره وویل ټولې ادارې له تاوانی شویو خلکو سره د مرستې لپاره خپله هڅه دوه چنده کړی .

په تیرو څو ورځو کښې له سختو او بې ساری بارانونو وروسته دګلستان ، د مازندران ، فارس او لرستان په شمول دایران په څو ولایتونو کښې سیلابونه راغلی دی .

دایران په ډیرو سیمو کښې نن هم سخت بارانونه او په ځینو نورو سیمو کښې واورې شوی دی .

 

ټیګونه

کمنټونه