Mar 26, 2019 15:48 Asia/Kabul
  • په داسې وخت کښې چې په ډیرو هیوادونو کښې استعمار واکمن وو ځینو سترو قدرتونو دغه استعماري اقدامات ترسره کول .
    په داسې وخت کښې چې په ډیرو هیوادونو کښې استعمار واکمن وو ځینو سترو قدرتونو دغه استعماري اقدامات ترسره کول .

ایرنا خبری اژانس وایی د ایران ولسمشر حسن روحانی غاصبو صهیونیسټانو ته د جولان دنیواکی سیمې په یواړخیزه ډول وربښلو کښې دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ فیصله استعماری وبلله .

هغه نن دایران له یوشمیر وزیرانو ، مدیرانو او اجرایی چارواکو سره په کتنې کښې د جولان په لوړو د صهیونیسټ رژیم د واکمنۍ په رسمیت د پیژندلو په هکله دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په فیصلې نیوکې سره وویل ټرمپ په یواړخیزه ډوله او د نړیوالو قوانینو پرخلاف داسې ځمکه  چې دیوه بل هیواد (سوریې)ده یوه(۱) غاصب رژیم(صهیونیسټ رژیم ) ته وربښلی ده .

دایران ولسمشر حسن روحانی ډاګینه کړه په داسې وخت کښې چې په ډیرو هیوادونو کښې استعمار واکمن وو ځینو سترو قدرتونو دغه استعماری اقدامات ترسره کول خو په اوسنۍ پیړۍ کښې دا ډول اقدام بی ساری دی .

 

ټیګونه

کمنټونه