Apr 25, 2019 06:15 Asia/Kabul
  • ایران خپل توان په سوریې او عراق کښې له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې ثابت کړی دی .
    ایران خپل توان په سوریې او عراق کښې له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې ثابت کړی دی .

زمونږ خبریال وایی د ایران د نظام دمصلحت دپیژندنې د ټولنې غړی غلامعلی حداد عادل چې د یوه کمر او دیوې لارې (One Belt One Road (OBOR)) په دوهمې(۲) غونډې کښې دګډون لپاره چین ته تللی دی وویل تهران او پیکینګ دامریکا یواړخیزه پالنه او په یوې (۱)قطبی نړۍ د امریکا مشرۍ نه منی .

هغه پرون د چین د خلق کانګرس له نایب رئیس  وانګ چین(Wang Chen) سره په کتنې کښې ایران او چین  دپردیو له سلطې د خلاصونو په هدف سره د انقلابونو خاوندان وبلل او زیاته یې کړه د ایران او دچین دښمانان د دواړو هیوادونو د امنیت او دثبات دګډوډولو کوشش کوی .

حدادعادل په جنوب لویدیځې اسیا سیمې کښې امنیت او ثبات د یوه کمر او دیوې لارې(One Belt One Road (OBOR)) د پروژې د اجرا ضرورت وباله او زیاته یې کړه په سیمه کښې د ترهګرۍ دګواښونو زیاتیدل له امنیت او ثبات سره په تضاد کښې دی .

هغه په دې خبرې سره چې ایران له ترهګرۍ سره په مقابلې کښې مناسب امنیتی او استخباراتی توان لری وویل ایران دغه وس په سوریې او عراق کښې له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې ثابت کړی دی .

 

ټیګونه

کمنټونه