Apr 26, 2019 07:25 Asia/Kabul
  • د ایران اوروسیې په ضد دامریکایرغلیزچلنددخپلواکه رول لوبولوله امله دی

ا میر حاتمی همدرااز داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو په ضد دواشنګټن داقدام داغیزو په باب هم ووئیل ، داسلامی انقلاب ساتندویه ځواک یو ولسی اورګان دی او په ایران اوسیمې کې له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې ځلانده مخینه لری .

 داسلامی ایران دفاع وزیر سردار امیر حاتمی  بیګا دروسیې  له رشیاټوډې خپری چینل سره په خصوصی خبرو کې  روښانه کړې ، ایران او روسیه دهغه خپلواکه رول  په دلیل چې دسیمې د منیت اوثبات  په ملاتړ کې او دامریکا له سرزوریو سره دمقابلې لپاره ئې لوبوی،ددغه هیواد دیرغلونو په نښه شوی دی .

 داسلامی ایراندفاع وزیر  وئیلی دی،ایرا او روسیه  لازیات د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ له لیونتوب سره مخامخ دی،البته درسته نړۍ  یو ډل له دغه لیونتوب سره مخ ده .

 ا میر حاتمی همدرااز داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو  په ضد دواشنګټن  داقدام  داغیزو په باب هم ووئیل،داسلامی انقلاب ساتندویه ځواک  یو ولسی اورګان دی او په ایران اوسیمې کې  له ترهه ګرۍ سره  په مبارزې کې ځلانده مخینه لری .

 دایران  دفاع وزیر په سیمې کې په تیره بیا دایران دمسافری الوتکې په نښه کولو کې دامریکائی پوځ جنایت ته په اشارې سره  زیاته کړې ،  داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو  په ضد امریکا اقدام  به  په سیمې  کې د اسلامی ایران اوسپاه پاسدارانو په سټراټژۍ کې هیڅ اغیزې  ونه لری .  امیر حاتمی په دې باب چې  امریکایان ګواښ کوی،چې درستې ټاکنې پر میز موجودې دی ،ووئیل،ایران دخپلو توانمنیو اوعمل په نوښت سره  یو ځای  په ښه ډول دخپلو ملی ګټو او مصلحتونو  په باب  فیصله کولی شی او په دې باب له چا داجازت اخستو ضرورت هم نه وینی .

 

ټیګونه

کمنټونه