می 15, 2019 05:37 Asia/Kabul
  • د ایران د ملت پریکنده ټاکنه ددښمنانو په وړاندې کلک مقاومت دی

حضرت آیت ا.. العظمی سید علی خامنه ای وفرمائیل ؛ البته هیڅ جنګ به ونشی ، بلکې ډغره ، د ارادو ډغره ده او په دې زمینې کې دایران دملت اراده او اسلامی نظام له دښمن څخه لاپیاوړی دی او په الهی فضل سره به دې ځل هم بریالی وو .

دایران د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت  ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای  پرون ناوخت  د نظام  دمسئولانو او  چارواکو او چارواکو په ټول کې ټینګار کړی ،   له دښمن سره په مخامخیدنې کې  دایران دملت چورلټه ټاکنه  په ټولو زمینو کې مقاومت دی ،ځکه  چې  دامریکا له اوسنی  حکومت  سره  خبرو کول  څو چنده زهر لری .

Image Caption

 

  حضرت آیت ا.. العظمی سید علی  خامنه ای  وفرمائیل ؛ البته  هیڅ جنګ به ونشی ، بلکې ډغره ، د ارادو ډغره ده  او په دې زمینې کې   دایران دملت اراده او  اسلامی نظام  له دښمن څخه لاپیاوړی دی او په الهی فضل سره به دې ځل هم بریالی وو . 

 داسلامی انقلاب معظم لارښود  جوته کړې ،  داسلامی ایران دښمنان ا و دهغو په سر  کې امریکا  پخپل خیال  دا تصور کوی ، په بې مخینې  بندیزونو سره  ایران  ته تاوان رسولی شی ، په داسې حال کې چې  دایران داسلامی جمهوریت  وسپنه  او فلز د مسئولانو اوولس په همت سره  پیاوړی دی.

Image Caption

 

  دوی همداراز فرمائیلی ؛پر ا مریکا سربیره ،باید دفارس خلیج  سیمې دقارونونو له شتمنیو هم  ونه ویریږئ، ځکه  دوی هیڅ نشی کولی .

 داسلامی انقلاب معظم لارښود   دامریکائی حکومت  د مرکزونو رسمی  راپورونو په استناد سره ، په امریکا کې  د  لوږې ، او ناوړه خوړو سره د لاس ا وګریوان یو څلویښت میلیون   امریکایانو، د  څلویښت فی صدی نوږیزو ناروا زیږدو،د دوه میلیون او دوه لکه بندیانو شمیر (چې د نفوسو په نسبت  دنړۍ ترټولو ستره اندازه ده )،د نشه ایزو موادو دمصرف  تر ټولو زیاتې احصائې  او د درستې نړۍ د ډزو په نسبت په دغه هیواد کې د یو دیرش فی صدی اندازې پورې مرګونې ډزو پیښې،ددغه هیواد ځینی  واقعیې  او پیښې وبللې او روښانه ئې کړه،ځینی دې  امریکاډیره ستره وحشتناکه، ترسناکه  او خطرناکه  ونه بریښوی،البته  باید ددښمن له دښمنۍ  هم غفلت ونشی،خو حقیقت  دا دی چې  امریکا په ډیرو زیاتو مشکلاتو کې ګیره ده .

Image Caption

 

 داسلامی انقلاب  معظم مشر همداراز په دې خبرې په ټینګار سره چې د چارو داصلاح لپاره  باید بهر ته په تمه ونه ووسو،روښانه کړې ،پرَدیو ته  د تمې سترګو غړول هیواد ته د تاوان  لامل کیږی ،چې  یو مثال ئې  دجامعې  نړیوالې ایتمی موافقې  په قضیې کې د اروپایانو په چلند کې  وینو.حضرت آیت ا.. العظمی سیدعلی خامنه ای دغه راز وفرمائیل،مونږ  له ارروپایانوسره  کوم مشکل اوجګړه نه لرو،خو دوی  پخپلو یوې ژمنې  هم عمل ونه کړ او  نه ئې کوی  او په عین حال کې،تل ادعا کوی ،چې مونږ  جامعې ایټمی موافقې ته پابند یوو .

Image Caption

 

 

ټیګونه

کمنټونه