می 15, 2019 13:48 Asia/Kabul
  • له دښمن سره په مخامخیدا کښې دایران دملت پریکنده انتخاب او لاره په ټولو زمینو کښې د مقاومت کول دي .
    له دښمن سره په مخامخیدا کښې دایران دملت پریکنده انتخاب او لاره په ټولو زمینو کښې د مقاومت کول دي .

دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای پرون مازیګر د حکومت له چارواکو او مسولانو سره په کتنې کښې دامریکا لخوا دایران ضد اقداماتو او هڅو ته په اشارې سره ډاګینه کړه له دښمن سره په مخامخیدا کښې دایران دملت پریکنده انتخاب په ټولو زمینو کښې مقاومت کول دی .

دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای دمحاسباتو د بدلولو د چارواکو د تسلیمولو او له نظام څخه دخلکو د واټن داخیستلو لپاره د امریکا د خبیثانه اقداماتو دبیانولو په ترڅ کښې ټینګار وکړ له دښمن سره په مخامخیدا کښې یوازې دوې (۲) لارې شته یا زمونږ شاتګ او د دښمن پرمختګ او یا مقاومت  او  په ایران اسلامی جمهوریت کښې زمونږ تجربه ددې ښودنه کوی هر ځاې مو چې ددښمن په مقابل کښې مقاومت کړی دی نو نتیجې ته رسیدلی یوو.

دایران داسلامی انقلاب د ستر لارښود څرګندونې مهم ټکی لری چې د دښمانانو له دسیسو سره دمقابلې لپاره ستراتیژیک اهمیت لری .

امریکا له لیونتوب څخه په ډکو اقداماتو سره هڅه کوی له خپلو سیمه ییزو عربو نوکرانو او ګوډاګیو رژیمونو په استفادې سره ایران له پوځی ګواښونو او جنګ څخه ویروی .

خو دایران ملت هم دجنګ پړاو لیدلی دی او هم دامریکا د قدرت د ځوړتیا له حقیقت څخه خبر دی .

زیات دلایل شته چې ښودنه کوی په نړۍ کښې دامریکا اقتدار او سلطه مخ په ځوړتیا ده او امریکا نن سبا په کراتو د څلویښت(۴۰) کاله مخکې امریکا څخه ډیره کمزوری ده .

دایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای  په دې هکله وفرمائیل دامریکا په حکومت کښې مهم ټولنیز مشکلات او تناقض او ګډوډۍ داسې حقیقت دی چې ددښمن کمزوری  حالت په ګوته کوی.

هغه حضرت دامریکا د حکومتی مرکزونو په رسمی راپورونو استناد سره دامریکا د یوڅلویښت(۴۱) میلیونه خلکو له لوږې او د خواړو له ناامنۍ سره مخامخ کیدل ، د څلویښت(۴۰) فیصده نوزیږو ماشومانو ناروا والی (ناجایز اولاد)د دوه (۲) میلیونه او دوه لکه بندیانو شتون چې د نفوسو په نسبت دنړۍ په سویه ترټولو لوړه شمیره ده ، د نشه ایزو موادو تر ټولو زیات استعمال او په امریکا کښې دټولې نړۍ د یویردش(۳۱) فیصده په اندازې ډزې ددغه هیواد واقعیتونه وبلل او زیاته یې کړه ځینې کسان باید امریکا ډیره لویه ، ویرونکی او خطرناکه ونه ښیی البته باید ددښمن له دښمنۍ غافل نشو .

دایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت اله العظمی سید علی خامنه ای له امریکا سره د خبرواترو د موضوع په هکله وویل د امریکا له اوسنی حکومت سره خبرې کول دوه(۲) برابره زهر لری .

دمشر تابه ستر مقام له خبرو اترو دامریکا هدفونو او غوښتنو په تیره بیا د ایران دتوغندوی توان په هکله له بحث څخه د واشنګټن هدف ته په اشارې سره وفرمائیل دامریکا د دغو خبرو حقیقی معنا دا ده چې تاسو (ایران) باید دخپلو توغندیو واټن او دقت کم کړئ او که یوه ورځ مو پرتاسو (ایران) حمله وکړه نو ددې جوګه ونه وسئ چې متقابل ځواب ورکړئ .

ښکاره خبره ده چې په ایران کښې څوک دامریکا دغه خبره نه منی .

ددغو واقعیتونو پراساس له امریکا او حتی له داسې سړی سره چې دحساب کتاب سړی وی د خبرواترو اصل غلط دی او له واشنګټن سره خبرې اترې چې د نړیوال دود ، قانون او داخلاقو په شمول هیڅ شی ته پاې بند نه دی مطلقا هیڅ معنا نلری .

دایران ملت د ستونزو حل لاره نه له امریکا سره په خبرواترو  او نه په اټومی تړون کښې داروپا په نه عملی شویو ژمنو کښې بلکې دهیواد په داخلی ظرفیتونو او کورنیو وسونو باندې تکیې کولو کښې وینی .

ددغه حقیقت پرخلاف هرډول ګمان دایران دملت د داخلی قدرت او حالت په هکله غلطه جاجونه ده .

په اوسنیو شرایطو کښې هماغه ډول چې دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله خامنه ای  ډاګینه کړه داسې نه ده چې جنګ وشی او جنګ به ونشی ځکه چې مونږ هیڅکله جنګ پسې نه یوو او هغوې (امریکا) هم پوهیږی چې جنګ ورته ګټه نلری .

دامریکا مشهور ستراتیژۍ جوړونکی مارک پالمر (Mark Palmer) چې هغه د دغه هیواد د بهرنی سیاست دیوه(۱) نوښتګر په توګه یادیږی دایران او دامریکا  دنوی لارې د موندلو په نوم یوه (۱)راپور کښې لیکی ایران په یوه(۱) داسې بې ساری قدرت بدل شوی دی چې نور هغه په پوځی یرغل او حقیقی جنګ سره نشو نسکورولی بلکې د اسلامی جمهوری نظام د نسکورولو یوازنۍ لاره د نرم جنګ(media war) دمکانیزمونو تعقیول او د رسندوی جنګ له نظریې په استفادې سره د تبلیغاتی روانی عملیاتو له تکنیکونو استفاده کول دی .

د ټولنې په ذهن کښې د اقتصادی مشکلاتو په حل کولو کښې دبندون د احساس ، دناهیلې او داضطراب رامینځته کول د لویدیځو هیوادونو د روانی او دتبلیغاتی جنګ هدفونه دی خو ایران د دسیسو په مقابل کښې په قدرت سره دریدلی دی او له دښمن سره په مخامخیدا کښې دایران دملت پریکنده انتخاب او لاره په ټولو زمینو کښې د مقاومت کول دی .

 

ټیګونه

کمنټونه