می 16, 2019 04:16 Asia/Kabul
  • دایران ملت په بشپړه چمتووالي سره دامریکا او دصهیونیسټ رژيم جبهې ته ماتي ورکوي .
    دایران ملت په بشپړه چمتووالي سره دامریکا او دصهیونیسټ رژيم جبهې ته ماتي ورکوي .

زمونږ خبریال وایی د ایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسداران ځواک مشر برید جنرال حسین سلامی وویل دایران اسلامی جمهوریت له دښمن سره د بشپړه تقابل د اوج په پړاو کښې دی .

هغه ډاګینه کړه دښمانان نن سبا د زیاتو دباونو په راوستلو او ډګر ته د ټولو ظرفیتونو په راوړلو سره د ایران د ملت د ثبات د ماتولو هڅه کوی خو له دې خبرې غافل دی چې دایران ارامښت ، امنیت ، عزت او پرتمینوالی د مقاومت ، د دریدا او د پایمردۍ له کبله دی او دښمانان به په دغه ډګر کښې ناکامه پاتې شی .

حسین سلامی ټینګار وکړ چې دایران داسلامی جمهوریت دښمانان اخری کرښې ته رسیدلی دی او له ظاهری هیبت سره سره له داخل څخه د هډوکو له وروستوالی سره مخ دی .

دایران دفاع وزیر امیر حاتمی هم وړمه ورځ وویل دایران ملت په بشپړه چمتووالی سره دامریکا او دصهیونیسټ رژیم جبهې ته ماتی ورکوی

 

ټیګونه

کمنټونه