می 16, 2019 04:23 Asia/Kabul
  • دامریکا ولسمشر ټرمپ ډیر تاوتریخوالي رامینځته کونکي او غیر قانوني اقدامات ترسره کړي دي .
    دامریکا ولسمشر ټرمپ ډیر تاوتریخوالي رامینځته کونکي او غیر قانوني اقدامات ترسره کړي دي .

ایرنا خبری اژانس وایی دایران داسلامی جمهوریت دباندنیو چارو وزیر محمد جوادظریف نن سهار وختی د جاپان پلازمینې ټوکیو ته درسیدا په وخت وویل دامریکا د تاوتریخوالی زیاتونکو اقداماتو په باره کښې د مشورې لپاره جاپان ته ورغلی یم .

هغه وویل دامریکا لخوا د  وروستیو تاوتریخوالو زیاتولو ته په پام سره ضرورت شته چې د ایران داسلامی جمهوریت له مهمو شرکاو سره خبرې اترې وشی .

دایران خارجه وزیر جواد ظریف به نن د جاپان له یوشمیر چارواکو سره کتنې او خبرې اترې وکړی .

دامریکا ولسمشر ټرمپ له تیرو څو میاشتو راهسې د ایران له اټومی موافقې دوتلو په شمول ډیر تاوتریخوالی رامینځته کونکی او غیر قانونی اقدامات ترسره کړی دی

 

ټیګونه

کمنټونه