می 16, 2019 05:48 Asia/Kabul
  • حضرت خدیجه سلام الله علیها له اسلام څخه مخکې هم د اخلاقي فضلیتونو ، پاک لمنۍ او د ښو صفتونو دلرلو په خاطر د« طاهره »لقب ترلاسه کړی وو .
    حضرت خدیجه سلام الله علیها له اسلام څخه مخکې هم د اخلاقي فضلیتونو ، پاک لمنۍ او د ښو صفتونو دلرلو په خاطر د« طاهره »لقب ترلاسه کړی وو .

زمونږ خبریال وایی اسلامی ایران بیګا د اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د ګرانې میرمنې حضرت خدیجه سلام الله علیها د وفات په شپه په ویر کښې ډوب وو .

نن د پنجشنبې ورځ د  میلادی کال د می دمیاشتې شپاړسمه (۱۶) او د څوارلس سوه څلویښتم(۱۴۴۰) هجری قمری کال د روژې دمبارکې میاشتې لسمه(۱۰) نیټه ده چې داسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د ګرانې میرمنې حضرت خدیجه سلام الله علیها د وفات له کلیزې سره سمون خوری .

حضرت خدیجه سلام الله علیها چې د قریشو یوه(۱) مشهور او شتمنه میرمنه وه له بعثت پینځلس (۱۵) کاله مخکې د اسلام له ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم سره واده وکړ .

دغه ستره میرمنه لومړنۍ ښځه وه چې د پیغمبر اکرم په رسالت یې ایمان راوړه او په خپل ټول توان او شتمنیو سره یې د اسلام دین مرسته وکړه .

حضرت خدیجه سلام الله علیها له اسلام څخه مخکې هم د اخلاقی فضلیتونو ، پاک لمنۍ او د ښو صفتونو دلرلو په خاطر د« طاهره »لقب ترلاسه کړی وو .

دحضرت خدیجه سلام الله علیها وجود د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد ص لپاره دومره اهمیت درلود چې هغه حضرت ددغه سترې میرمنې رحلت ستر مصیبت وباله او د حضرت خدیجه س او د خپل بل ستر ملاتړی یعنی د خپل تره حضرت ابو طالب علیه السلام رحلت یې «عام الحزن» یعنی د غم کال ونوموه .

دایران د راډیو او دټیلی ویژن اداره صداوسیما د حضرت خدیجه سلام الله علیها د وفات په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا داهل بیت علیه السلام مینه والو  او نورو ازادی غواړو ته تسلیت وایی .

 

ټیګونه

کمنټونه