می 16, 2019 14:12 Asia/Kabul
  •   جامعه نړیواله ایټمی موافقه باید پخپل ځای وساتل شی

د اسلامی ایران خارجه وزیر چې دخپل جاپانی همڅنګ په بلنې سره دغه هیواد ته سفر کړی،له دې مخکې ترکمنستان او هندوستان ته هم په سفر تللی ؤ .

زمونږخبریال راپور راکړ  دایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمدجواد ظریف  چې جاپان  ته په سفر تللی ، نن سهار وختی ئې  د چاپان له لومړی وزیر شینزو آبه سره  په کتنې کې د مهمو  دوواړخیزو ، سیمه ایزو او نړیوالو  مسئلو په تیره بیا  دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې په باب  خبرې اوبحث وکړ .

 دجاپان لومړی وزیر  په دغې کتنې کې  له ایران سره  دمخکینیو  اړیکو پر  پراختیا اوساتنې  دخپل هیواد کلک هوډ باندې په ټینګار سره ووئیل  جامعه نړیواله موافقه یوه ډیره مهمه بریا ده چې باید ددغې نړیوالې او مهمې موافقې دساتلو لپاره  هڅه وشی .

شینزوآبه  همداراز  په مینځنی ختیځ سیمې کېد تاؤتریخوالو په زیاتیدا د اندیښنې په څرګندولو سره دسیمې د امنیت اوثبات په ساتنې کې د ایران پر رول او مقام ټینګار وکړ .

 دایران خارجه وزیر همداراز د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې  او د امریکا د حکومت له بدعهدۍ او دقانون له ماتونو  سره دمقابلې او همداراز د نړیوالې ایټمی موافقې  په  اجرا کې د اروپایانو  د نه منلو وړ اقدام  په باب  د اسلامی ایران   د قانونی اقدام د جامعې نړیوالې  موافقې په اړه د وروستیو  بدلونونو په باب  دجاپان له خارجه وزیر  تارو کونو سره  خبرې اترې وکې .

 د اسلامی ایران خارجه وزیرچې دخپل جاپانی همڅنګ په بلنې سره دغه هیواد ته سفر کړی،له دې مخکې ترکمنستان اوهندوستان ته هم په سفر تللی ؤ .

 

ټیګونه

کمنټونه