Sep 11, 2019 04:11 Asia/Kabul
  • پرون دعراق په کربلا ښار کښې څه دپاسه څلور(۴) میلیونه خلکو د عاشورا په دستورو کښې ګډون وکړ .
    پرون دعراق په کربلا ښار کښې څه دپاسه څلور(۴) میلیونه خلکو د عاشورا په دستورو کښې ګډون وکړ .

زمونږ خبریال وایی دایران داسلامی جمهوریت دبهرنیو چارو د وزارت ویاند سید عباس موسوی بیګا په کربلای معلی کښې د لسګونو حسینی زیارتوالو د شهادت په مناسبت د عراق ملت او حکومت ته تسلیت ووایه .

هغه دعاشورا په ورځ  د عراق د کربلا معلی په غمجنې پیښې چې د حضرت امام حسین علیه السلام دسپیڅلی حرم د لسګونو زیارتوالو د شهادت او دژوبلیدا سبب شوه ژور خپګان څرګند کړ.

پرون د عراق په کربلا ښار کښې د حسینی عاشورا د مراسمو په وخت د ګڼې ګوڼې له کبله تراوسه یودیرش(۳۱) زیارتوال شهیدان  شوی او سل(۱۰۰) نور ژوبل شوی هم دی .

ویل کیږی د پیښې علت دخلکو زیاته ګڼه ګوڼه بلل شوی دی .

پرون دعراق په کربلا ښار کښې څه دپاسه څلور(۴) میلیونه خلکو د عاشورا په دستورو کښې ګډون وکړ .

 

کمنټونه