Sep 12, 2019 05:36 Asia/Kabul
  • ایران د لویدیځې غاړې په هکله د نتانیاهو انتخاباتي ژمنه وغندله

د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند بیګا په نیواکي ټاټوبي کښې د اردن سیند د لویدیځې غاړې د ځینو سیمو د شاملولو په هکله د صهیونیسټي رژیم د وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د خبیث نیت اعلانول په کلکه وغندل.

د ایرنا د خبر له مخې سید عباس موسوي د نتانیاهو او د قدس د نیواکګر رژیم د حامیانو په ملاتړ سره په یمن کښې په جنګ او ورور وژنې او نورو چارو باندې د ځینو عربو هیوادونو بوختیدل چې د عرب نړۍ د مشرۍ ادعا هم کوي، د ماشومانو د قاتل صهیونیسټي رژیم د پلیدو نیتونو د څرګندولو لپاره یو فرصت وباله او ویې ویل: نتانیاهو یوه ورځ په ایران باندې د تورونو په پورې کولو سره او بله ورځ د فلسطین د ځینو نورو سیمو په نیولو کښې د خپل خبیث نیت په اعلانولو سره په قدرت کښې د پاتې کیدو او د پراختیاغوښتنې او تیري د دوام لپاره د رایو ترلاسه کولو په لټه کښې دی.

د ایران د خارجه وزارت ویاند د اسلامي ملګرتیا سازمان غونډې ته په اشارې سره هم زیاته کړه: د ایران اسلامي جمهوریت د فلسطین د غاصب رژيم د پراختیا غوښتنو او تیریدو د دوام د مخنیوي لپاره د اسلامي هیوادونو د هر ډله ایز اقدام ملاتړ کوي.

د ویلو ده چې د صهیونیسټي رژیم وزیراعظم وړمه ورځ ویلې دي چې د دغه رژیم په راتلونکو پارلیماني انتخاباتو کښې د بري به بڼه کښې نیت لري چې د اردن سیند د لویدیځې غاړې ځینې سیمې په نیواکي خاوره کښې شاملې کړي.

 

ټیګونه

کمنټونه