Sep 12, 2019 07:29 Asia/Kabul
  • د امریکې په کابینه کښې عزل و نصب د ایران په لیدتوګې هیڅ اغیزه نه کوي

علي شمخاني: د امریکې په واکمنې کابینې کښې داخلي عزل و نصب د دغه هیواد ناوړه اغراضو ته د ایران د لید په بدلیدو باندې هیڅ اغیزه نه کوي.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د صلاحکار جان بولټن څنګته کیدو ته په اشارې سره وویل: د امریکې په واکمنې کابینې کښې داخلي عزل و نصب د دغه هیواد ناوړه اغراضو ته د ایران د لید په بدلیدو باندې هیڅ اغیزه نه کوي.

علي شمخاني پرون په دې خبرې سره چې د ایران له ولس سره د امریکې د حکومت جرړه لرونکې دښمني د څو سرکاري چارواکو له رول لوبونې لوړه ده، وویل: په امریکا کښې د اوباما او ټرمپ په ظاهره متفاوتو حکومتونو د ایران د ولس د بایکاټ یوشان سیاست لرلی دی.

شمخاني زیاته کړه چې د ایران د ارزونې معیار د امریکې د حقیقي سیاست او په تیریه بیا په نړیوالو ژمنو باندې د دغه هیواد پابندي او د ایران د خلکو خلاف یې د ظالمانه او غیرقانوني بندیزونو ختمول دي.

 

ټیګونه

کمنټونه