Aug 27, 2016 16:04 Asia/Kabul
  • د اهل سنتو په نړیواله غونډه کښې تکفیری ترهګری په سخته وغندلې شوه

د ایرنا د راپور په اساس، د نړۍ له بیلا بیلو هیوادونو اهل سنتو پوهانو او روحانیانو له دینی تحریف او اسلامی تعلیماتو په ناوړه استفادې سره تکفیری ترهګری په کلکه وغندله او اعلان یې وکړ چې ترهګر د اهل سنتو له مذهب سره هیڅ تعلق نلری.

د (اسلامی سنتونو د پیروانو پیژاندل) نومی په دغه غونډه کښې چې د چیچنیا په پلازمینې ګروزنی کښې ترسره شوه، د روسیې، سوریې، لبنان، اردن، ترکیې، هند، انګلستان، جنوبی آفریقا او مصر په شمول له بیلا بیلو هیوادونو د اهل سنتو تر سلو زیاتو مفتیانو او پوهانو ګډون درلود.

د مصر د الازهر د جمعې خطیب احمد محمدالطیب هم پدغه کنفرانس کښې وویل: ترهګر او اورپکی له اسلام سره هیڅ تړاؤ نلری او د خپلو ګټورو موخو لپاره له مذهبه ناوړه استفاده کوی.

هغه زیاته کړه: د اورپکو موخه چې د اسلامی شعارونو شاته پټه وی، د مسلمانانو تر مینځ تفرقه رامینځته کوی څو په نړۍ کښې د اسلام شان او مرتبه تخریب کړی.   

 

کمنټونه