د صهیونیسټی رژیم پولیسو لپاره د دې چې د دغه رژیم له وزیراعظم څخه د تفتیش په بهیر کښې خلل رامینځته نه شی، هغه له فلسطین څخه له بهر وتلو منعه کړ.

العهد خبری سایټ لیکلی چې د صهیونیسټی رژیم وزیراعظم بنیامین نتانیاهو داووس ته خپل سفر لغوه کړ او د دې کار اصلی وجه دا وه چې د دغه رژیم پولیسو نتانیاهو ته ویلی وو چې د تفتیش په دې پړاو کښې او په قانونی تدابیرو کښې د خنډ رامینځته کیدو د احتمال په وجه بهر ته سفر نه شی کولی.

دغه سایټ وائی چې نتانیاهو ژمنه کړې چې له نیواکی فلسطین څخه به نه وځی ځکه چې د ممنوع الخروج کیدو د حکم د صادریدو او نورو محدودیتونو کښې ګیریدل نه غواړی.

د اسرائیلو پولیسو د مالی فساد په تور له بنیامین نتانیاهو څخه د جنورۍ په دویمه نیټه تفتیش کړی و.

هغه تورن شوی چې له کورنیو او بهرنیو سوداګرو ئې د لس هاو زرو ډالرو په ارزښت ډالۍ اخیستې دی.

 

Jan 11, 2017 07:42 Asia/Kabul
کمنټونه