• د عراق ولسی ځواک به د بغدادی په نیولو کښې له امریکې مخکښې شی

د عراق د ولسی ځواک ویاند ټینګار وکړ: الحشد الشعبی له امریکایانو مخکښې د داعش ترهګرې ډلې مشر ابوبکر بغدادی ونیسی.

احمد الاسدی پرون ایرنا ته په مرکه کښې وویل: د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې ابوبکر بغدادی له سوریې سره د عراق سرحد ته څیرمه په البعاج او قیروان سیمو کښې پټ شوی دی.

الاسدی د البغدادی د ګیرولو لپاره د امریکایانو او عراقیانو ترمینځ د سیالۍشتون ته په اشارې سره زیاته کړه: د عراق پوځ او الحشد الشعبی ولسی ځواک نن سبا د بغدادی د نیولو په موخه د هغه د تحرکاتو د تعقیبولو او په اړه ئې د معلوماتو د راغونډولو لپاره پخپلو کښې غږملتیا او ملګرتیا لری.

د عراق د ولسی ځواک ویاند په دې ټکی باندې په ټینګار سره چې امریکایان د داعش ترهګرې ډلې د مشر د وژلو تکل نه کوی، زیاته کړه: ابوبکر بغدادی ته دنړیوال استکبار لخوا سپارل شوې دندې لا پاې ته نه دی رسیدلې.

 

Jan 11, 2017 07:46 Asia/Kabul
کمنټونه