• په رقه کی د امریکایی ائتلاف نوئ جنایت

د داعش ضد امریکایی ائتلاف جنګی الوتکو؛ په یو نوئ جنایت کی، د سوریی په شمال«رقه» کی، د یاد هیواد ۱۰ غیر پوځیان ووژل.

د لبنان د العهد خبری ویب سایټ د نن دوشنبې د راپور په اساس، په رقه کی د داعش ضد امریکایی ائتلاف د جنګی الوتکو په حملو کی، د سوریی یو شمیر غیر پوځیان هم ټپیان شول.

د امریکایی ائتلاف جنګی الوتکو؛ تیره اونۍ هم د رقه ښار د«دوار النعیم» ښار استوګنه سیمه، تر حملې لاندی ونیوله، چی د ۱۴ ؤ ملکیانو د وژل کیدو سربیره، د سیمې کورونو او بنسټیزو تاسیساتو ته هم زیات زیانونه ورسیدل.

د داعش ضد نړیوال ائتلاف، پدی وروستیو کی په یوې بیانیه کی اعلان وکړ: یواځی د تیرې جولای په میاشت کی، په عراق او سوریه کی د دغه ائتلاف د هوایی حملو له کبله، ۶۱ غیر پوځیان ووژل شول.

 

Sep 11, 2017 16:29 Asia/Kabul
کمنټونه