• د قطر امیر نن ترکیې ته ورځی

ترکیه که څه هم له قطر سره ځانګړی اړیکی لری خو همداراز هڅه کوی چی له عربستان سره خپلې ښې اړیکی وساتی او په دغه کړکیچ کې د مینځ ګړی رول ولوبوی .

 

د فرانس پریس له راپور سره سم د ترکیې د ولسمشر دفتر ویلی چی د قطر امیر به نن انکارا ته سفر وکړی .

دغه راپور زیاتوی چی د دوحې او د فارس خلیج د جنوبی څنډې د ګاونډیانو ترمینځ د کړکیچ له پیل راهیسې  دا د هغه لومړنې بهرنې سفر دې .

په دغه سفر کې به رجب طیب اردوغان او شیخ تمیم بن حمد ال ثانی  دوه اړخیزو اړیکو او همداراز د سیمه ایزو او نړیوالو حالاتو په اړه خبرې اترې وکړی .

عربستان ، امارتو ، مصر  او بحرین د جون په ۵ نیټه قطر له ترهه ګرۍ په ملاتړ تورن او له دغه هیواد سره یې خپلې اړیکی غوڅې کړې . دوحې دغه تورونه رد کړی دی .

ترکیه که څه هم له قطر سره ځانګړی اړیکی لری خو همداراز هڅه  کوی چی له عربستان سره خپلې ښې اړیکی وساتی او په دغه کړکیچ کې د مینځ ګړی رول ولوبوی .

 

Sep 14, 2017 06:18 Asia/Kabul
کمنټونه