• قدس پرضد د امریکا د نقشې یوه برخه د عربستان په شتمنیو اجرا کیږی

ده همداراز د هر ډول خبرو اترو طرحه دجالی صیهونیسټ رژیم د رسمی منلو زمینه جوړونکی وبلله او جوته یې کړه چی امریکا او اسرایل غوښتل چی په چل سره عمومی افکار وغولوی او د دغه رژیم په رسمیت پیژندلو سره له فلسطین څخه یوازې نوم پاتې شی .

د رسا خبری اژانس له راپور سره سم د لبنان د حزب ا... د عمومی منشی مرستیال شیخ نعیم قاسم همداراز د جغرافیایی ، سیاسی او کلتوری نیواک له لارې په سیمه کې د خپل موقعیت د تثبیتولو لپاره د صیهونیسټ رژیم هڅې ته په اشارې سره زیاته کړه دا رژیم نه یوازې د فلسطین بلکې د سیمې او نړۍ په سویه حقیقی خطر دې چی غواړی د فلسطین په وسیله په درسته سیمه سلطه پیدا کړی .

ده همداراز د هر ډول خبرو اترو طرحه دجالی صیهونیسټ رژیم د رسمی منلو زمینه جوړونکی وبلله او جوته یې کړه چی امریکا او اسرایل غوښتل چی په چل سره عمومی افکار وغولوی او د دغه رژیم په رسمیت پیژندلو سره له فلسطین څخه یوازې نوم پاتې شی .

د لبنان د حزب ا... د عمومی منشی مرستیال  له عربی ملتونو سره د اړیکو د عادی کولو لپاره د صیهونیسټ  رژیم هر ډوله کوشش ماته خوړلې وباله او جوته یې کړه چی امریکایان په فلسطینیانو په دباو اچولو نتیجې ته  هیله من وو خو د نوی فلسطینی نسل له مقاومت او انتفاضې سره مخامخ شول چی له ټاټوبی سره عشق او په خپلو مقدساتو ایمان یې له ماشومتوبه زده کړی دی .

 

 

Dec 24, 2017 12:56 Asia/Kabul
کمنټونه