• د صهیونېسټ رژیم په پارلېمان کښې «متحده قدس» نومې قانون تصویب شو

د صهیونېسټ رژیم د پائېتخت په توګه د قدس په رسمیت پېژندلو کښې د امریکې د ولسمشر له اقدامه وروسته د دغه رژیم پارلېمان هم نن د «متحده قدس» نومې قانون تصویب کړ.

د عربی رسنیو په نقل سره د اېرنا د رپوټ له مخې دغه قانون حتی د قدس د یوې برخې په اړه هم د صهیونېسټ رژیم د کابینې له هر ډول خبرو اترو سره مخالف دے، مګر د پارلېمان د اکثریت لخوا چې د غړیو په دریو کښې دوه برخې دے د تصویب په صورت کښې به امکان ولری.

دغه قانون «د قدس نه تقسیم» یا «متحده قدس» نومیږی.

دغه طرحه له دې مخکې د صهیونېسټ رژیم د کابینې د قانون جوړونې د وزارتی کمېټۍ لخوا تصویب شوې وه.

د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تېر ۲۰۱۷ کال د دسمبر په شپږمه نېټه قدس شریف د صهیونېسټ جعلی رژیم د پائېتخت په توګه معرفی کړ او ورسره یې په یو وخت حکم ورکړ چې له تل ابیبه قدس ته د امریکې د سفارت وړلو سریزې دې برابرې کړې شی

د امریکې د حکومت په دغې فېصلې باندې د اعتراضونو له زیاتېدو وروسته د ملګرو ملتو عمومی اسمبلۍ د تېره ۲۰۱۷ کال د دسمبر په ۲۱ نېټه یو پرېکړلیک په ۱۲۸ موافقو ، ۹ مخالفو او ۳۵ ممتنعو رایو سره تصویب کړ چې د هغه له مخې ملګری ملتونه به قدس شریف د صهیونېسټ رژیم د پائېتخت په توګه په رسمیت ونه پېژنی.

 

Jan 02, 2018 17:24 Asia/Kabul
کمنټونه