• دعراق دنورو ولایتونو په پرتله  په دوو(۲) ولایتونو بغداد او صلاح الدین کښې 
زیات کسان مړه او ژوبل شوي دي .
    دعراق دنورو ولایتونو په پرتله په دوو(۲) ولایتونو بغداد او صلاح الدین کښې زیات کسان مړه او ژوبل شوي دي .

زمونږخبریال وایی د عراق ولسی بسیج ځواکونو «الحشد الشعبی »دسوریې سرحد ته نږدې د داعش ترهګرې ډلې حمله په شا وتمبوله او یوشمیر ټروریسټان یې هلاک کړل .

په دغه جګړه کښې چې  له سوریې سره د عراق په سرحد کښې په تل صفوک(Tal Safuk) سرحدی لاره کښې وشوه دداعش ترهګرې ډلې کابو اتلس(۱۸) غړی هلاک شول او دهغوې دوه (۲)ګاډی چې بمونه پکښې کیښودل شوی وو هم تباه شول .

د عراق د الحشد الشعبی ولسی ځواکونو یوه(۱) قوماندان ابوحید النجار وویل دغو ځواکونو په لویدیځ کښې په الانبار ولایت کښې هم  د بم چاودنو پینځه(۵) عاملان هلاک کړل .

په عراق کښې دملګروملتونو دفتر یونامی (UNAMI)وویل په تیر میلادی کال کښې دسمبر میاشت  په ترهګرو پیښو ، تاوتریخوالواو وسله والو جنګونو کښې د دغه هیواد نهه اویا (۶۹)ښاریز وژل شوی او یوسل دوه څلویښت(۱۴۲) نور ژوبل شوی هم دی .

ملګری ملتونه وایی چې دعراق دنورو ولایتونو په پرتله  په دوو(۲) ولایتونو بغداد او صلاح الدین کښې

زیات کسان مړه او ژوبل شوی دی .

امریکا ، انګلستان ، فرانسه ، سعودی عربستان ، ترکیه ، قطر، اردن ، بحرین ،کویت ، متحده عربی امارات  ،اسرائیل اوځینې نور عرب او اروپایی هیوادونه په عراق ، سوریې ، یمن ، لبنان ، مصر ، الجزایر او نورو ډیرو هیوادونو کښې له ترهګرو ډلو سره زیاتې مالی او پوځی مرستې  کوی .

 

ټیګونه

Jan 03, 2018 05:52 Asia/Kabul
کمنټونه