• د فلسطین کورواکی تشکیلات: د صهیونېسټ رژیم د پارلېمان اقدام د جنګ اعلان دے

د فلسطین د کورواکو تشکیلاتو ویاند په یوې بیانیه کښې وویل: د صهیونېسټ رژیم په پارلېمان کښې «د قدس د تقسیم منعې» یا «متحده قدس» تش په نامه قانون تصویبېدل له فلسطینی ولس سره د جګ اعلان دے.

د اېرنا د رپوټ له مخې نبیل ابو ردینه وویل: د دغه قانون تصویبېدل فلسطینیانو ته د قدس شریف د څه برخو د ورکولو په زمینه کښې د راتلونکو هر ډول خبرو اترو په باره کښې بندیزونه رامنځته کوی.

هغه زیاته کړه د دغه قانون تصویبېدل دا ښودنه کوی چې اسرائیلی لوری په رسمی توګه د هغه څه چې سیاسی عملیات یې بولی د ختمولو اعلان کړے او په عملی توګه د خپل دېکتې شوی سیاست تپل یې شروع کړی دی.

ابو ردینه زیاته کړه، د قدس شریف به باره کښې د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او اسرائیلو د پارلېمان فېصلې هیڅ رواوالے نه لری او فلسطینیان په هیڅ ډول حالاتو کښې د داسې خطرناکو پروژو چې د سیمې او نړۍ راتلونکے ګواښی د عملی کېدو اجازه نه ورکوی.

ابو ردینه افزود، تصمیم «دونالد ترامپ» رئیس جمهوری آمریکا درباره قدس و تصمیمات پارلمان اسرائیل دراین باره هیچ‌گونه مشروعیتی ندارد و فلسطینیان در هیچ شرایطی اجازه عملیاتی

 

ټیګونه

Jan 03, 2018 15:19 Asia/Kabul
کمنټونه