• په سورئې کې دامریکاپوځی شتون غیرقانونی دی

دامریکا خارجه وزیر ریکس ټیلرسن پرون د کیلیفورنیا ایالت په سټنفورډ پوهنتون کې له سورئې د امریکا دپوځیانو د بشپړ وتلو په ردولو سره وئیلی ، امریکا به په سورئې کې خپل پوځی شتون ته دوام ورکړی .

زمونږخبریال  دسورئې  د الاخباریه ټیلیویژنی چینل  له قوله راپورراکړ ، دسورئې  په خارجه وزارت کې  یوې مسئولې سرچینې   د امریکا د خارجه وزیر ریکس ټیلرسن  د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې نن په  یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، په سورئې کې د   امریکا پوځی شتون  هماغه راز د د داعش هغې تکفیری ترهه ګرې دلې  څخه  دملاتړ په موخې سره  دی  چې   امریکا راپنځولې  او په کرتو ئې پرې  اعتراف هم کړی دی .

  دغې سرچنیې  همداراز روښانه کړې ، دامریکا حکومت  هیڅکله هم د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې په نابودلو پسې  نه ده او  الرقه ښار هماغه شان  دامریکا او د  دغه جنایتکار هیواد په مشرۍ  دمدعی ائیتلاف  داقداماتو   یوه نمونه شمیرل کیږی .

   دسورئې دخارجه وزارت دغه مقام  ټینګار کړی ،  دسورئې  حکومت  د بیا رغاونې لپاره ، حتی  دامریکا دمرستو یوه ډالر ته  هم اړتیا نه لری ، ځکه چې   دغه  ډالر  د سوریاوالو  په وینو ککړ دی  او دامریکا  دحکومت سیاست  یوازې  دسورئې د خلکو لپاره  دمشکل او   کنډوالو  رامینځةکول دی .

 دغې سرچینې  جوته کړې  ، په نړۍ کې  د هر یوه هیواد په  داخلی چارو کې  لاسوهنې  د هغه هیواد د ولس انحصاری حق دی ،  په دې باب  هیڅوک   د تپونکو خبرو  حق  نه لری،ځکه چې  دنړیوالو حقوقو  ښکاره خلاف ورزی شمیرل کیږی .

  دامریکا خارجه وزیر ریکس ټیلرسن  پرون  د کیلیفورنیا  ایالت  په سټنفورډ پوهنتون کې  له سورئې  د امریکا  دپوځیانو  د  بشپړ وتلو په ردولو سره  وئیلی ، امریکا  به په سورئې کې  خپل پوځی شتون ته  دوام ورکړی .   

 

Jan 18, 2018 15:32 Asia/Kabul
کمنټونه