• دمشق په سوریې کښې د هر ډول فوځی اقدام په اړه ترکیې ته خبردارے ورکړ

د سوریې د خارجه وزیر مرستیال د دغه هېواد په خاوره کښې د هرډول فوځی تحرک د ترسره کولو لپاره ترکیې ته خبردارے ورکړ.

اېرنا د المیادین چېنل له نقله رپوټ ورکړ، فېصل مقداد نن د سوریې په خاوره کښې د ترکیې له تحرکاتو څخه د اندېښنې په څرګندولو سره انقرې ته خبردارے ورکړ:د سوریې هوائی دفاعی ځواکواکونو بیا قوت پېدا کړے او د ترکیې د هر ډول هوائی تیری ته ځواب ورکولو ته اماده دی.

فېصل مقداد واضحه کړه: د ترکیې فوځی تحرکات د دغه هېواد حالت د سوریې د بحران د هواری د چلند د یو ناظر په توګه لا پېچلے کوی، ځکه چې ترکیه د سوریې په خلاف د یوې ترهه ګرې ډلې په رول کښې څرګندیږی.

د سوریې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال همدارنګ تاکید وکړ د سوریې د حکومت یو نمائنده پلاوے د جنیوا په خبرو اترو کښې چې د جنورۍ په ۲۵ او ۲۶ نېټه جوړیږی ګډون کوی.

 

 

ټیګونه

Jan 18, 2018 19:50 Asia/Kabul
کمنټونه