• فلسطينيانو د انتفاضې په دوام د حماس غورځنګ تاکيد

د فلسطين د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د فلسطين د نيواکي زمکو د ازادولو په هدف سره د فلسطينيانو د انتفاضې په دوام تاکيد وکړ.

د العالم چينل د رپوټ له مخې حماس غورځنګ نن په يوې بيانيې کښې وويل، د فلسطينيانو انقلاب د امريکې او صهيونېسټ رژيم د دسيسو او ګواښونو په وړاندې له قدس شريف څخه د ساتنې ضمانت ورکونکے دے.

حماس غورځنګ په دغه بيانيه کښې سبا د جُمعې ورځ  د شهيد احمد نصر جرار جمعه ونوموله او له ټولو فلسطينيانو يې وغوښتل چې سبا به د تېرو هفتو په شان په مختلفو سيمو په تېره بيا پوله ايزو سيمو او د غاصبانو د تلاشۍ په تم ځايونو کښې غونډې کوي او د صهيونېسټ رژيم جنايتونه به غندي.

اسرائيلي فوځيانو د تېرې جنورۍ په مياشت کښې له نابلس سره نزدې له ډزو او د يو صهيونېسټ له وژل کېدو وروسته د تېرې نهې په ورځ فلسطيني مبارز احمد نصر جرار شهيد کړ.

د فلسطين د اسلامي جهاد غورځنګ هم له ټولو فلسطيانو غوښتي دي چې د اسرائيلي رژيم د جنايتونو د غندلو او د دغه رژيم د پائېتخت په توګه د قدس شريف د اعلانولو په اړه د امريکې د حکومت د فېصلې د غندلو لپاره دې سبا د جُمعې په ورځ مظاهرې وکړي.

 

ټیګونه

Feb 08, 2018 15:07 Asia/Kabul
کمنټونه