• امریکا ، سعودي عربستان ، ترکیه ، وغیره په سوریې او عراق کښې دترهګرو ډلو دماتي دمخه دنیولو کوشش کوي  .
    امریکا ، سعودي عربستان ، ترکیه ، وغیره په سوریې او عراق کښې دترهګرو ډلو دماتي دمخه دنیولو کوشش کوي .

العالم ټیلی ویژن راپور راکړی د عراق د نجبا اسلامی مقاومت غورځنګ د پوځی چارو مرستیال نصر الشمری په یوې(۱) مرکې کښې وویل په دغه هیواد کښې به دامریکا جنایتونه هیڅکله هیر نشی او تراوسه له امریکا سره حساب کتاب نه دی شوی .

هغه له عراق څخه د امریکا دعسکرو د وتلو لپاره دعراق د حکومت له غوښتنې دملاتړ په ترڅ کښې ددغه ملی غوښتنې د تحقق لپاره د بغداد لخوا د یوه(۱) دقیق پروګرام د ټاکلو غوښتنه وکړه .

نصر الشمری ددغه خبرې  په اړه چې همدا اوس دداعش ډلې په ماتی سره په عراق کښې د مقاومت ډلو د فعالیت ددوام ضرورت نشته  دامریکا دنیواکګریو او د داعش ترهګرې ډلې د ګواښونو دوام ته په اشارې سره وویل حاضردمه د امریکا پوځیان په کردستان سیمه کښې چې د عراق دخاورې برخه دی شتون لری .

دعراق د نجبا اسلامی مقاومت غورځنګ دپوځی چارو مرستیال نصر الشمری وویل دداعش ډلې لخوا دموصل له نیول کیدا مخکې په بغداد کښې د امریکا د سفارت دساتونکو او کارکونکو په شمول څه دپاسه پینځه زره او شپږسوه(۵۶۰۰) امریکایان په دغه هیواد کښې موجود وو خو کله چې دعراق درې(۳) ولایتونه دداعش ډلې لاس ته ورغلل دامریکا پوځیانو او چارواکو حتی په داعش ډلې یو(۱) ډز هم ونکړ .

هغه وویل دعراق په شمال ، مرکز او لویدیځ کښې دامریکا دیارلس(۱۳) پوځی اډې شته چې څلور(۴) پکښې د سوریې په سرحد کښې جوړې کړې شوی دی او هلته دامریکا دوه زره او شپږ سوه(۲۶۰۰) پوځیان دیره دی .

دعراق دالانبار ولایت په لویدیځ کښې په البغدادی سیمه دامریکا د هیلی کوپټرونو له وروستۍ حملې وروسته چې څه دپاسه شل(۲۰) بې ګناه خلک پکښې مړه او ژوبل شوی وو خلکو دامریکا د عسکرو د وتلو غوښتنه کړی ده .

امریکا ، سعودی عربستان ، ترکیه ، اردن ،اسرائیل ، متحده عربی امارات ، انګلستان ، فرانسه ، قطر ،کویت وغیره په سوریې او عراق کښې دترهګرو ډلو دماتی دمخه دنیولو کوشش کوی  .

 

 

Feb 09, 2018 05:09 Asia/Kabul
کمنټونه