• په سوريې کښې د امريکې حمله جنګي جنايت دے

په ملګرو ملتو کښې د روسيې دائمي استازي د سوريې د ختيځ په ديرالزور صوبه باندې د امريکې هوائي حمله د نه قبلولو وړ او جنګي جنايت وبلۀ.

د فرانس پرېس د رپوټ له مخې په ملګرو ملتو کښې د روسيې دائمي استازي واسيلي نبنزيا پرون د دغې ادارې د امنيت د شورا په غونډه کښې د سوريې په ختيځ باندې د امريکې په حمله باندې په اعتراض سره وويل: ماسکو امريکايانو ته ويلي دي چې په سوريې کښې يې موجودګي غېر قانوني ده او هيچا هغوي دغه هېواد ته نه دي دعوت کړي.

واسيلي نبنزيا وويل: امريکايان تاکيد لري چې په سوريې کښې له ترهه ګرۍ سره مبارزه کوي خو تر اوسه يې په دغه هېواد کښې د ترهه ګرو په خلاف هيڅ اقدام نه دے کړے.

پرون په دېرالزور باندې د امريکې په مشرۍ د داعش په خلاف د تش په نامه نړيوال ائتلاف جنګي الوتکو په حمله کښې د سوريې د حکومت له سلو نه زيات پلوي کسان ووژل شول.

امريکې او د هغې څور انډيوالو هېوادونو د ۲۰۱۴ کال له اګست څخه د داعش له ترهه ګرې ډلې سره د مبارزې په بهانه د ملګرو ملتو له چوکاټه بهر او د سوريې له حکومت سره له غږملتيا نه بغېر ا ئتلاف جوړ کړے دے.دغه ائتلاف تر اوسه د سوريې په ديرالزور  او حلب صوبو کښې ګڼ شمېر سوري ښاريز په خاورو او وينو کښې لوغړولی دي.

 

ټیګونه

Feb 09, 2018 14:22 Asia/Kabul
کمنټونه