• فلسطین،داسلامی نړۍ لومړنۍ موضوع

دایران د اسلامی جمهوریت ارواښاد بنسټګر حضرت امام خمینی د قدس د ورځ په توګه د روژې دمبارکې میاشتې د وروستۍ جمعې په اعلانولو سره له فلسطینه ملاتړ، نړیوال ډګر ته وارد کړ او په دغې لیدتوګې سره ئې وښودله چې دفلسطین موضوع د اسلامی نړۍ لومړنۍ موضوع ده .

په تهران کې د اهل بیت علیهم السلام  دمحبانو د نړیوالې غونډې  مشورتی  شورا  داسلامی نړۍ   د لومړنۍ اندیښنې او موضوع په توګه د  فلسطین  مسئلې ته  دځانګړی اهتمام  په ضرورت  په ټینګار سره  د دوشنبې په ورځ په تهران کې خپل کار پای ته ورسوۀ. 

 دغه غونډه   داسلامی نړۍ  د لسګونو  غوره شخصیتونو او پوهانو په شتون سره  ترسره شوه .  په دغې غونډې کې  ګډون کونکو   په یوې اعلامیې کې د دقدس شریف د آزادۍ ، داسلامی مقاومت دبهیر په پیاوړتیا  او  له تکفیری  ،ترهه ګرو تفکراتو  او  ډلو سره  دمبارزې  په لړ کې  د سیاسی او رسانئ اقداماتو  پر بیا منظمیدا ټینګار  وکړ . 

 دفلسطین موضوع،  په یوه  خوئیدونکی حرکت  کې  دټاټوبی  په نیواک سره پیل شوه او د فلسطیین د ولس په میلیونی او ډله ایزو  جلاوطنیو اوکوچیدا سره  یوې پیچلی مرحلې ته  داخله شوه . دغه دسیسه  ،اوس   د اسرائیلو دجعلی رژیم    دپلازمینې په توګه   د قدس  په اعلانولو سره  یوې نوی  او خطرناکې مرحلې ته داخله شوې ده .

 دمینځنی ختیځ سیمې د  سیاسی  چارو یوکارپوه  سعد ا...زارعی  په دې باب  وائی ،  هغه څه چې نن سبا   ئې په سیمه ایزه اونړیواله سویه کتونکی یوو ،  دصهونیسټ رژیم   د غوښتنې په اساس ،د فلسطین   د دوسیې  دتړلو  او ختمولو لپاره   دامریکا او دهغې د ګوډاګیو تالی څټو  بیړه، په  داسې شرائطو کې  ده چې  دمقاومت جبهې  پرله پسې بریالیتوبونه   توانیدلی دی ،  داسلامی نړۍ  ځینی مهمې برخې  دامریکا اوصهونیسټ رژیم او د   هغوی د سیمه  ایزو تالی څټو    له سلطې  وباسی .

 دامریکا اواسرائیلو دسیسه  اوس ،درستې مینځنی ختیځ او اسلامی ټاټوبو ته  متوجه شوې  ده .  بې شکه   په دغې حساسې مرحلې کې  داسلامی نړۍ مسئولیتونه  لازیات دراندۀ شوی دی  اوباید اجازت ورنکړی ، چې  د فلسطین آئیدیا څنډې ته شی .

  دایران  د اسلامی  جمهوریت ارواښاد بنسټګر  حضرت امام خمینی  د قدس  د ورځ په توګه د   روژې دمبارکې میاشتې  د وروستۍ جمعې په اعلانولو سره  له فلسطینه ملاتړ،   نړیوال ډګر ته   وارد کړ او په دغې لیدتوګې سره  ئې وښودله چې  دفلسطین موضوع د اسلامی نړۍ لومړنۍ موضوع ده . 

 امریکا اوصهونیسټ رژیم  په دغو ټولو کلونو کې  د فلسطین دموضوع  په ورستَوَلو  او دمقاومت په کمزوری کولو او  د په چټی شخړو اود اخلی  لانجو  داسلامی هیوادونو په بوخت کولو پسې دی ،خو اوس  دسیمې معادلات په  بدلیدو دی .

 د عربی نړۍ  یوه مطرح شناندی او  کارپوه  عبدالبادری عطوان ، له سیمې د ورآخوا  : رای الیوم : نومې ورځپاڼې  په سرمقالې کې   په همدا وروستیو کې دسورئې  په فضا کې د  صهونیسټ رژیم دتیریګرې   جنګی الوتکې نسکوریدا ته په  اشارې سره  دغه ورځ ، یوه تاریخی  ورځ نومولې  اولیکلی ئې دی ،  دا   هغو ټولو  مستبدانه او کبرجنو  نظریو اوفرضیو ته  یو پیاوړی ځواب دی چې  یوه  پیاوړی اراده اوهوډ پکې شته  دی . یوه  داسې اراده او هوډ چې   په زخم کې ریښه لری  او  غواړی  دغه لټی او ساډوبی پای ته ورسوی . 

 دفلسطین  او قدس موضوع  په حقیقت کې  دصهونیسټ  رژیم  د هغې  لوئې دسیسې  یوه کړۍ ده چې   دسازباز  په تړونونو سره به   ختمه نه شی  ،بلکې  د دغې شخړې  یوازینۍ حل لاره  داسلامی مقاومت پیاوړتیا او  د نیواکګر او تیریګر  رژیم په وړاندې دریدا  ده .

 داسلامی  انقلاب  معظم لارښود حضرت آیت ا.... العظمی سید علی خامنه ای   د اسلامی هیوادونو  د پارلیمانونوپه دیارلسمې غونډې کې  دګډون کونکو میلمنو   سره په  کتنې کې  له فلسطینه دفاع د ټولو دنده بللې او  ټینګار ئې کړی ،  باید دا خیال ونشی ، چې  له صهونیسټ رژیم سره  مقابله څه ګټه نه لری ،بلکې  دخداوندمتعال په  ِاذن   او مهربانۍ سره  دصهونیسټ رژیم په مقابل کې به  مجاهدتونه ،  نتیجه ورکړی ، هماغه ډول چې  دمقاومت بهیر  دتیرو کلونو په نسبت  ،پرمختګ کړی دی .

 

Feb 13, 2018 15:25 Asia/Kabul
کمنټونه