• د حزب الله يو مشر: لبنان د سعودي د خيانت قيمت ادا کوي

شيخ نبيل قاووق وويل: په سوريې او لبنان باندې په حمله او د لبنان د تېلو او ګېسو سرچينو ته په طمعه کښې د اسرائيلي رژيم جرات له دغه رژيم سره د تعلقاتو د بحالولو لپاره د سعودي د اقدام نتيجه ده.

د سوريې د  سانا سرکاري خبري اژانس په نقل سره زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د لبنان د حزب ا... د مرکزي شورا غړي شيخ نبيل قاووق نن د حزب الله د يو مجاهد د ياد په مراسمو کښې د صهيونېسټ رژيم د جناياتو په وړاندې د سعودي خاموشۍ ته په اشارې سره زياته کړه: سعودي اسرائيلو ته په سيمه باندې د تيريو ، په  سوريې باندې د حملې او د لبنان د ثروت د لوټلو لپاره جرات ورکړے دے. او يوازېنے څيز چې د لبنان په حقوقو باندې د تيري مخه يې ونيوه د فوځ، ملت او مقاومت قوت ؤ.

دا په داسې حال کښې دي چې له اسرائيلو سره د تعلقاتو د عادي کولو لپاره د سعودي رژيم له کوششونو او د فلسطين د مسئلې په اړه له سازباز سره په يووخت اماراتو او د بحرين رژيم هم دغه شان کوششونه په خپله اېجنډا کښې راوستلي دي.

د لبنان د حزب الله د مرکزي شورا غړي دغه هېواد ته د امريکې د خارجه وزير د مرستيال ډيويډ ساټرفيلډ څو سفرونو ته په اشارې سره واضحه کړه، لبنان د تيلو د سرمايو په زمينه کښې د خپلو حقوقو بې له قېدو شرطه ترلاسه کولو وس لري او له مقاومته بغېر لبنان نه شي کولې نړيوال دباونه ختم کړي.

 

ټیګونه

Feb 24, 2018 18:27 Asia/Kabul
کمنټونه