• له وحشی صهونیسټی رژیم سره داړیکو عادی کول نابخښونکی ګناه ده

له صهونیسټ وحشی او ماشوم وژونکی جنایتکار رژیم سره داړیکو دعادی کولو لپاره دفارس خلیج د څنډې ځینو هیوادونو دسیالۍ په دوام کې د تیر کال په وروستیو میاشتو کې سعودی عربستان ،متحده عربی امارات او بحرین له وحشی او جنایتکار صهونیسټی رژیم سره داړیکو په عادی کولو سره درستې سرې کرښې ماتې کړی دی .

  ایرناخبری اژآنس ر اپورورکړ  دفلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ حماس  بیګا دیوې اعلامیې په خپرولو سره   له جنایتکار او ماشوم وژونکی صهونیستی رژیم سره  داړیکو عادی کول ، دملتونو له غوښتنې سره  په تضاد کې بللی او  دغه راز ئې  اعلان کړی ، حماس غورځنګ  له صهونیسټ رژیم سره  د اړیکو فوری  عادی کول  چې  په رسمی اویا غیر رسمی  ډول  دهغو شخصیتونو یا  ډلو له خوا، چې  د فلسیطین د مظلوم ملت   په ضد د دغه  رژیم  د جنایتونو دپوښښ او نیو اکګرۍ د ژورتیا لپاره  فعالیتونه کوی ،تعقیبوی.

 حماس غورځنګ  دفلسطین  د وضعیّت په دغه  حساسې مرحلې کې له صهونیسټ رژیم سره  د اړیکو دعادی کولو لپاره     په نوو هلوځلو  دخواشینۍ په ښودلو سره  وئیلی دی ،   د دغه نابخښونکی  اقدام موخه ، دنسلونو په  ذهن کې  دنیواکګرۍ القاء کول دی .

 دفلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ حماس   دفلسطین د موضوع  په باب  داسلامی امت د دریځونو په قدرونې سره  روښانه کړې ، دغه غورځنګ  دفلسطین د مظلوم ولس په ضد د اسرائیلی نیواکګرو  له ظلم او جنایتونو سره دمقابلې لپاره  د نړۍ په سویه   له پراخ  ملاتړ سره  مخ شوی دی .

له صهونیسټ وحشی او ماشوم وژونکی  جنایتکار رژیم سره  داړیکو دعادی کولو لپاره دفارس خلیج  د څنډې ځینو هیوادونو دسیالۍ په دوام کې  د تیر کال په وروستیو میاشتو کې  سعودی عربستان ،متحده عربی امارات او بحرین  له وحشی او جنایتکار صهونیسټی رژیم سره داړیکو  په عادی کولو سره  درستې سرې کرښې  ماتې کړی دی .

 

ټیګونه

Mar 07, 2018 14:16 Asia/Kabul
کمنټونه