•  د سورئې د ولس د ژغورنې لپاره په اوږو درنده دنده لرو

حسن روحانی بیګا دترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په ټیلیفونی تماس کې په دې خبرې سره چې په اوسنی وخت کې ، ایران اوترکیه د سورئې د دوو مسلمانو اوګاونډیو هیوادونو په توګه پر اوږو درنده دنده لری ووئیل ، تهران او انقره د یوه اوور بند دټینګولو لپاره باید خپلې ټولې هلې ځلې وکاروی .

 زمونږخبریال راپور راکړ  داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی بیګا    په  دې  خبرې په ټینګار سره چې  تهران او انقره  د سورئې  د ولس په تیره بیا دختیځی غوطې  سیمې  د اوسیدونکو  د ژغورنې لپاره  په اوږدو درنده دنده لری ، ووئیل ، باید ټول هڅه وکړی ،څو په ختیځی غوطې سیمې کې  دانسانی غمیزې مخنیوی وشی .

 حسن  روحانی بیګا   دترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په ټیلیفونی تماس کې په دې خبرې سره چې   په اوسنی وخت کې ،  ایران اوترکیه د سورئې د  دوو مسلمانو  اوګاونډیو هیوادونو په توګه   پر اوږو درنده دنده لری ووئیل ،  تهران او انقره   د یوه  اوور بند دټینګولو لپاره باید  خپلې ټولې هلې ځلې  وکاروی .

ډاکټر روحانی  په دمشق  له ختیځی غوطې  د  ترهه ګرو  د هاوانونو  دحملو   مخنیوی  او  دسورئې د پلازمینې د امنیت  تضمین ،دهغو  غیر پوځی  کسانو د ویستلو لپاره  دیوې کرارې لارې برابرول  چې  په دغې سیمې کې ګیر دی ،  او همداراز له ترهه ګرو د ختیځی غوطې  د خالی کولو لپاره  هڅه، په دغې سیمې کې  د امنیت د ټینګولو لپاره   مخ په وړاندې یوحرکت وبالهّ ا و  دترکیې له حکومته ئې وغوښتل  د دغو موخو دپوره کیدا لپاره دې  له خپل نفوذه  استفاده وکړی .

  داسلامی ایران ولسمشر  دسورئې په موضوع کې د ایران ،ترکیې اوروسیې ګډې ملګرتیا او  په آستانې کې د درو واړو  هیوادونو دخارجه وزیرانو  غونډې  او  دغه راز په استانبول کې د کیدونکی سرمشریزې ا همیّت  ته په اشارې سره  روښانه  کړه  ، ایران په بشپړ  ډول  تیار دی ، په ختیځی غوطې سیمې کې  د  اوور بند او  د ټولو هیوادونو  او نړیوالو موسسو په مرستې سره  د دغې سیمې   خلکو ته د انسان دوستۍ د مرستو  دلیږدولو لپاره    هر ممکن اقدام وکړی .

 هغه همداراز دترکیې له حکومته وغوښتل  دترهه ګرو له خوا دې  دسورئې  په شمال لویدیځ کې  په فوعا او کفریا ښارونو کې  د ښځو اوماشومانو   دکلابندۍ د ختمولو لپاره  خپلې ټوله هلې ځلې وکاروی .  

 دترکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان هم په دغو ټیلیفونی خبرواترو کې   د سورئې د  ختیځی غوطې سیمې  وضعیّت  یوه ټریژیډی وبلله او وې وئیل  ایران اوترکیه باید  د  سیمې د دوو سترو او  مسلمانو هیوادونو په توګه خپلې ټوله هڅې وکاروی  او  د دغې ټریژیډۍ دختمولو لپاره له یوه بل سره  مټ په مټ    کار وکړی . اردوغان  دسورئې په پلازمینې   د ختیځی غوطې  سیمې د ترهه ګرو د هاوانونو  دحملو د دریدا د ضرورت په تائیدولو سره  ووئیل ، که په تماسونو او  مشورو سره    اوور بند ټینګ کړائ شو او  د دوام ضمانت وکړائ شو ، نو  په ګډه  ورپسې ګامونه هم پورته کولی شو .  

 

ټیګونه

Mar 08, 2018 05:21 Asia/Kabul
کمنټونه