•   دسیمې دامنیت پیاوړتیاداسلامی ایران یوه خورامهمه موخه ده

امیر عبداللهیان دایران په اسلامی جمهوریت کې د پارلیمان مقام اوحیثیت ته په اشارې سره هم ووئیل ، داسلامی انقلاب له بری وروسته په ایران کې پارلیمان په یوه حقیقی اوفعال اورګان بدل شو چې دقانون جوړونې او څارنې په چارو کې له لوړو اختیاراتو برخمن دی .

 زمونږ خبریال راپور راکړ  په نړیوالو چارو کې دایران داسلامی شورا دمشر ځانګړی سلاکار  حسین امیر عبداللهیان   پرون  په تهران کې  دهالینډ د  لیډن پوهنتون   له محصیلینو سره په کتنې کې   چې  دایرناد خارجه وزارت  دنړیوالو اړیکو  دپوهنځی  په بلنې سره ا یران ته راغلی ،  دسیمې په بحرانونو په تیره بیا په لویدیځی آسیا کې  موجوده  پیچلتیاوې  اوترینګلتیاوې ، د ساړۀ جنګ څخه  دمخکې په نسبت  د  ډول ډول فعالانو ،اختیاراتو،بدلونونو او  چاپیریالونو له امله وبللې .

 امیر  عبداللهیان  دایران په اسلامی جمهوریت کې  د پارلیمان  مقام اوحیثیت  ته په اشارې سره  هم ووئیل ،  داسلامی انقلاب له بری وروسته  په ایران کې پارلیمان په یوه حقیقی  اوفعال اورګان بدل شو  چې   دقانون جوړونې  او څارنې په چارو کې  له لوړو اختیاراتو برخمن دی .

  هغه همداراز    دخپلې خوښې وړ  تمو ته درسیدو لپاره له ترهه ګرو ډلو  په ملاتړ کې   د امریکا او دسیمې دځینو هیوادونو  ناکاره او ورانکار رول باندې هم ټینګار وکړ  او وې وئیل   دغو ملاتړونو  سیمه او نړۍ له ډیرو ترینګلتیاؤ او  مشکلاتوسره لاس اوګریوان کړې ده چې باید   په دې باب غوره حل لاره ولټول شی .

 د هالینډ د لیډن پوهنتون   محصیلینو هم  په دغې کتنې کې    په سیمه یزې اونړیوالې حوزې کې  یو لړ پوښتنې مطرح کړې او ډاډمن ځوابونه  ئې هم ترلاسه کړل .

دهالینډ لیډن پوهنتون   دهالینډ یو خورا پخوانۍ پوهننتون دی او په ۱۵۷۵کال کې  جوړ شوی  اوپه بیلابیلو څانګو کې  کابو شپږ پوهنځی لری

 

Mar 08, 2018 06:40 Asia/Kabul
کمنټونه