• دعربستان ولی عهدپه مصرکې له صهونیسټی چارواکو سره لیده کاته کړی

د اسرائیل هیوم ، خپرونې د راپور په اساس ، دعربستان ولی عهد په دغې کتنې کې صهونیسټانو ته بلنه ورکړې څو دمصر په جنوب کې واقع په عقبه خلیج کې د نوی ښار په پروژې کې ګډون وکړی .

مهر خبری آژانس  د  اسرائیل هیوم  له قوله راپور ورکړی ،  ځینو خبرو سرچینو پرون راپور ورکړی ،  دعربستان  ولی عهد اودفاع وزیر  محمد بن سلمان   مصر ته پخپل سفر کې  د تل ابیب اوریاض د اړیکو دعادی کولو په باب  او هم  له صهونیسټانو سره د  : پیړۍ  معاملې : نومې  دامریکائی ولسمشر   پلان ته دسعودی عربستان   دژمنتیا په باب  خبرې اترې کړی دی .

 د  اسرائیل هیوم  ،  خپرونې د  راپور په اساس ،   دعربستان ولی عهد په دغې کتنې کې  صهونیسټانو ته بلنه ورکړې څو  دمصر په جنوب کې  واقع  په  عقبه خلیج کې د  نوی ښار  په پروژې کې   ګډون وکړی .

 د دغه راپو ر په اساس ،   دسعودی عربستان ،مصر ،اردن او  نیواکی فلسطین   ګډو سمندری پولو ته په  پام سره ، د عربستان   د ماډرن ښار   په پروژې کې  چې  صهونیسټان  ئې  هم یوه برخه ده ،  دنړیوال   چوکاټ  رامینځةکول ضروری دی .

 په مصر کې له صهونیسټی چارواکو سره دسعودی عرب د ولی عهد  دلیدوکاتو د خبر  سموالی ، په داسې حال کې  د درستو  رسنیو له خوا   تائید شوی نه دی  چې  دصهونیست رژیم   داطلاعاتو وزیر   یسرائیل کاتس  ، سعودی عربستان ته  دسفر لپاره  داسرائیلو  له لومړی وزیر  بین یامین نتن یاهو څخه دبلنې لپاره  دسعودی عربستان دباچا  سلمان بن عبدالعزیز  په څرګندې  غوښتنې سره  وئیلی دی ،  تل ابیب  د اړیکو  دعادی کولو په مقابل کې ،  سعودی عربستان او دفارس خلیج  دحوزې نورو هیوادونو ته  د امنیتی او  استخباراتی  اطلاعاتو کې دګډون  وړاندیز   کوی .

په همداوروستیو  میاشتو کې  له صهونیستی رژیم سره  دعربانو داړیکو دعادی کیدا بهیر  زیات شوی دی  او    دفلسیطین دموضوع  په باب دسازباز  لپاره د آل سعود رژی له هڅې سره په یووخت ، متحده عربی اماراتو ،مصر او بحرین هم   ورته هلې ځلې پخپلو ایجڼداؤ کې  راوستی دی .

یو بل خبر دا چې  دصهونیسټ رژیم پارلیمان (کنسټ ) یو قانون تصویب  کړی ،  چې  په اساس  ئې  د دغه جنایتکار رژیم   دکورنیو چارو وزیر  له  فلسطنیانو دقدس  تابعیّت  سلبولی شی .

 

Mar 08, 2018 06:48 Asia/Kabul
کمنټونه