• سعودي عربستان تراوسه دیمن څه دپاسه څوارلس زره(۱۴۰۰۰) بې ګناه خلک وژلي او په لسګونو زره نور یې ژوبل کړي .
    سعودي عربستان تراوسه دیمن څه دپاسه څوارلس زره(۱۴۰۰۰) بې ګناه خلک وژلي او په لسګونو زره نور یې ژوبل کړي .

فارس خبری اژانس وایی دیمن امنیتی سرچینو دپلازمینې صنعا ولایت په شمال ختیځ کښې د نهمې(۹) سیمې په لوړو د پوځ او د ولسی کمیټیو د کنټرول خبر ورکړ .

د یمن پوځ او ولسی کمیټیو پرون  په نهمې(۹) سیمې کښې د القتب په شمال لویدیځ کښې څو لوړې سیمې نیولی دی او هلته یې په کامل ډول امنیت ټینګ کړی دی .

دیمن پوځیانو دغه راز په الجوف ولایت کښې په خب او الشعف سیمو کښې د پرمختګ لپاره د سعودی عربستان د ګوډاګیانو هڅه شنډه کړه .

دیمن عسکرو دغه راز پرون په لویدیځ ساحل کښې دسعودی عربسان د تیریګر ائتلاف د ځواکونو په مرکز یو(۱) توچکا ډوله توغندی ویشتلی دی .

سعودی عربستان د امریکا، متحده عربی اماراتو، انګلستان او څو نورو عربو او اروپایی هیوادونو په ملاتړ سره له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې په یمن پوځی تیریو او له سمندر ، هوا او ځمکې څخه کلابندۍ ته دوام ورکړی دی .

سعودی عربستان تراوسه دیمن څه دپاسه څوارلس زره(۱۴۰۰۰) بې ګناه خلک وژلی او په لسګونو زره نور یې ژوبل کړی او په میلیونو نور یې کډوال کړی هم دی .

 

Jul 12, 2018 05:05 Asia/Kabul
کمنټونه