• صهیونیسټ رژیم په نولس سوه اوه شپیتم (۱۹۶۷)میلادي کال کښې دسوریې جولان سیمه ونیوله .
    صهیونیسټ رژیم په نولس سوه اوه شپیتم (۱۹۶۷)میلادي کال کښې دسوریې جولان سیمه ونیوله .

ایرنا خبری اژانس نن راپور راکړ دسوریې د پوځ دافع هوا ددغه هیواد په جنوب لویدیځ کښې په قنیطره (Quneitra) کښې په قرص النغل سیمه باندې د صهیونیسټ رژیم توغندوی حمله شنډه کړه .

دصهیونیسټ رژیم جنګی الوتکو په قنیطره کښې د حضر او « تل کروم جبا » ښارګیو په خوا کښې د سوریې د پوځ په مرکزونو څو راکټونه وویشتل خو دحکومتی عسکرو دافع هوا دغه توغندی له مینځه یوړل .

په عین حال کښې دصهیونیسټ رژیم عسکرو پرون دنیواکی ټاټوبو له سفید (Safed) سیمې دیوه پیټریاټ (Patriot) توغندی د ویشتل کیدا او په نیواکی جولان لوړو کښې د خطر د ټلۍ د کړنګولو خبر ورکړ .

د صهیونیسټ رژیم دپوځ ویاند اویخای ادرعی (Avichay Adraee) ادعا وکړه پیټریاټ توغندی په هغه بې پایلوټه الوتکې چې دسوریې له خاورې  دنیواکی جولان لوړو په لوره راغلی وه توغول شوی دی .

دسوریې پوځ له تیرو دریو(۳) اونیو راهسې په درعا، سویدا او قنیطره ولایتونو کښی دهیواد دجنوبی سیمو د پاکولو او دازادولو لپاره عملیات پیل کړی دی او دنیواکی فلسطین سرحدونو ته نږدې رسیدلی دی .

صهیونیسټ رژیم دسوریې دپوځ له پرمختګ سره په یووخت دجولان په نیواکی لوړو کښې د زغرګاډو او عسکرو په دیره کولو سربیره خپل ځواکونه تیارسې کړی دی .

صهیونیسټ رژیم په نولس سوه اوه شپیتم (۱۹۶۷)میلادی کال کښې دسوریې جولان سیمه ونیوله او هغه یې په نولس سوه یواتیایم (۱۹۸۱)میلادی کال کښې له نیواکی ټاټوبو سره یوځاې کړه .

 

ټیګونه

Jul 12, 2018 05:18 Asia/Kabul
کمنټونه