• الحشد الشعبی؛ له خپلی خاوری، ؤلس او مقدساتو څخه په دفاع کی د عراق اصلی ځواک

د عراق د ملی امنیت سلاکار او د عراق د ؤلسی ځواکونو( الحشد الشعبی ) رئیس، دغه ځواک له خپل هیواد؛ ؤلس او مقدساتو څخه په دفاع کی د عراق اصلی ارګان وباله.

د عراق د ملی امنیت سلاکار او د ؤلسی ځواکونو مشر« فالح الفیاض » زیاته کړه: د الحشد الشعبی ځواکونه منظم شوی، او د عراق د اساسی قانون په چوکاټ کی او د ټولو وسله والو قواؤو د ستری قوماندانۍ تر امر لاندی فعالیت کوی.

د عراق د الحشد الشعبی ځواکونه، په ۲۰۱۴ م کال کی وروسته تر دې، چی داعش ترهه ګری ډلی د عراق یو شمیر ښارونه او سیمی پخپله ولکه کی ونیولې، د عراق د شیعیانو د لوړ پوری مرجع، آیت الله العظمی« سیستانی » په فتوا سره را منځته شول.

د عراق لمړی وزیر«حیدر العبادی» هم، له دې وړاندی ټینګار وکړ: د عراق الحشد الشعبی د دولت او دینی مرجعیت تر لارښوونی او څارنی لاندی ده.    

 

Jul 12, 2018 15:37 Asia/Kabul
کمنټونه