• د عفوې نړيواله اداره: د يمن په پټو بندونو کښې د اماراتو چلند، جنګي جرم دے

د عفوې نړيوالې ادارې وويل، د يمن په پټو جېلونو کښې له قېديانو سره د اماراتو تالي څټو چلند جنګي جرم دے.

د الجزيره چېنل د رپوټ له مخې د عفوې نړيوالې ادارې په خپل نوي رپوټ کښې په يمن کښې د متحده عرب اماراتو په جېلونو کښې د بشري حقوقو خلاف ورزۍ ته اشاره کړې او ويلي يې دي ده چلندونه جنګي جرم دے او پکار دي په دې اړه فوري تحقيق وشي.

د عفوې د نړيوالې ادارې په رپوټ کښې راغلي دي چې په يمن کښې د اماراتو ترملاتړ لاندې ځواکونه په پټونو جېلونو کښې د شکنجې سياست کاروي.

اېسوشي اېټډ پرېس هم له دې مخکې په يو رپوټ کښې له دې خبرې پرده اوچته کړې وه چې د يمن په جنوب کښې اتلس پټ جېلونه موجود دي چې امارات او د هغه انډيوالان يې چلوي او پکښې له دوو زرو نه زيات يمني قېديان تر سختو شکنجو لاندې پراته دي.

امارات د يمن د خلقو په خلاف په جنګ کښې د آل سعود رژيم په مشرۍ د فوځي ائتلاف يو غړے دے.

په يمن باندې د سعودي او د هغه انډيوالانو د وروستيو دريو کلونو په حملو کښې په زرګونو يمنيان مړۀ او ژوبل شوي دي.

 

Jul 12, 2018 16:51 Asia/Kabul
کمنټونه