• يمنيانو د سعودي يوه جنګي الوتکه راوغورزوله

د يمن د دفاع وزارت د دغه هېواد د جنوب په عسير صوبه کښې د سعودي يوه تيريګره جنګي الوتکه رانسکوره کړه.

د فارس خبري اژانس د رپوټ له مخې د يمن د دفاع وزازت نن وويل، دغه جنګي الوتکه د يمن په صعده صوبه کښې د ځينو سيمو له بمباري کولو وروسته په عسير سيمه کښې رانسکوره کړې شوه.

سعودي رژيم د خپلې جنګي الوتکې د رانسکورېدو په اړه لا تر اوسه څه ردعمل نه دے ښودلے.

د يمن فوځي دفاعي سېسټم تېر کال هم له زمکې نه هوا ته ويشتونکو توغنديو سره د يمن په صعده او ابين صوبو کښې د سعودي څو جنګي الوتکې رانسکورې کړې دي.

سعودی د امریکې برطانيې په ملاتړ سره  د اماراتو او  څو نورو عربو او اروپایی هیوادونو په ملتيا سره له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې په یمن فوځی تیریو او له سمندر ، هوا او ځمکې څخه محاصرې ته دوام ورکړے دے .سعودي تيري ګر ائتلاف په يمن يانو باندې په حملو سره  تراوسه د یمن څه دپاسه څوارلس زره(۱۴۰۰۰) بې ګناه خلق وژلی او په لسګونو زره نور یې ژوبل کړی او په میلیونو نور یې کډوال کړی هم دی .

 

ټیګونه

Jul 12, 2018 19:42 Asia/Kabul
کمنټونه