• د امریکې جنګي الوتکو د سوریې په دیراالزور باندې د فاسفورسي بمونو حمله وکړه

د روسیې دفاع وزارت بیګا د سوریې د ختیځ په دیرالزور کښې په هجین کلي باندې د امریکې د جنګي الوتکو د حملې خبر ورکړ او ویې ویل چې په دغو حملو کښې ممنوعه فاسفورسي بمونه کارول شوي دي.

د روسیې دفاع وزارت بیګا د سوریې د ختیځ په دیرالزور کښې په هجین کلي باندې د امیکې د جنګي الوتکو د حملې خبر ورکړ او ویې ویل چې په دغو حملو کښې ممنوعه فاسفورسي بمونه کارول شوي دي.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې د روسیې دفاع وزارت ویلي چې دغه حمله د شنبې په ورځ شوې ده.

د روسیې دفاع وزارت څرګندوي چې یاده حمله په هجین کلي کښې د پراخې اور لګیدونې سبب شوې ده.

د یادې بوږنونکې حملې د قربانیانو شمیر لا نه دی معلوم شوی.

په دغه حمله کښې د امریکې د پوځ دوو ایف-۱۵ ډوله جنګي جیټونو برخه اخیستې وه.

امریکې په دې تیرو کلونو کښې په ځلونو له ترهګرو ډلو سره د مبارزې په پلمه په سوریې او عراق کښې ملکي وګړي په نښه کړي او وژلي یې دي.

 

ټیګونه

Sep 10, 2018 07:31 Asia/Kabul
کمنټونه