• فډریکا موګرینی دصهونیسټانو له یوې ډلې سره له لیدو ډډه وکړه

د اروپائی اتحادئې دبهرنی سیاست مسئولې له دې مخکې هم په نیواکی ټاټوبو کې دصهونیسټی رژیة دښارګوټو دجوړونې دبهیر د دریدا غوښتنه کړې وه .

دفلسطین داطلاع رسونې  دمرکز دراپور په اساس ،  داروپائی اتحادئې دبهرنی سیاست مسئولې میرمن فډریکا موګرینی  د هغو صهونیسټانو  له ډلې سره له لیدو ډډه کړې ، چې بروکسل ته ئې  سفر کړی .

 د اروپائی اتحادئې  دبهرنی سیاست مسئولې  له  دې مخکې  هم  په نیواکی ټاټوبو کې  دصهونیسټی رژیة  دښارګوټو دجوړونې  دبهیر د دریدا غوښتنه کړې وه .

  دصهونیسټ رژیم رسمی ریډیو او ټیلیویژن هم دغه خبر  تائید کړ ی دی .

  د صهونیسټ میشته ښارګوټو  په جوړونې کې د صهونیسټی رژیم  اقدامات   دنړیوالې ټولنې  له سختو منفی غبرګونونو سره مخامخ شوی دی .

 د فلسطین د ولس ملاتړی ډلو او مدنی فعالانو،په امریکا او اروپا کې   په پراخ ډول  او دبیلابیلو غوښتنو په مطرح کولو سره،د صهونیسټ میشته  ښارګوټو دجوړو شوو شیانو بایئکاټ کړی دی .

  ملګری ملتونه  هم  دصهونیسټ میشته  ښارګوټو جوړول  د دغې نړیوالې موسسې  د پریکړو خلاف  ګڼی

 

Sep 10, 2018 12:22 Asia/Kabul
کمنټونه