• اسرائیل  دمقاومت  د چورلیز په مقابل کې محتاط شوی دی

دلبنان د نوی پارلیمان په جوړید ا پسې ،د تیر مئ په څلورویشتمه نیټه سعد حریری ، دپارلیمانی اکثریّت د ملاتړ له ترلاسه کولو وروسته د لبنان د ولسمشر میشل عون له خوا د نوی کابینې په جوړیدا مامور شو ، خو دغه ماموریت تر دې دمه کومه نتیجه نه ده ورکړې .

فارس خبری آژانس  د المینار ټیلیویژنی چینل له قوله راپور ورکړی ، دلبنان  دحزب ا... ولسی غورځنګ  دعمومی منشی مرستیال  شیخ نعیم قاسم  په یولړ څرګندونو کې  وئیلی دی، دمقاومت دچورلیز په ضد د صهونیسټی رژیم  د ګواښونو زیاتیدا،  له  هغوی سره  دمقابلې  دصهونیسټانو دبې وسۍ  او د مقاومت  دچمتووالی  له اندازې  د دغه سپیرۀ رژیم  دخبریدا   په علت   ده .

  راپورښئ  شیخ نعیم قاسم وئیلی دی ،  اسرائیلی دښمن نن سبا   دمقاومت دچورلیز  په ضد له هراقدامه مخکې  باید    د هرډول  غبرګون احتمال هم په نظر کې ونیسی .

  دلبنان دحزب ا... ولسی غورځنګ دعمومی منشی مرستیال  زیاته کړې ، صهونیسټ رژیم   له دولسو کلونو راهسې  تر دې دمه  او په ۲۰۰۶کال  کې د مقاومت  له درې دیرش ورځنی جنګ وروسته  او  له لبنانه د د دغه نیواکګر رژیم په وتلو پسې ،  په جنګ کې  خپلو موخو ته  نه دی رسیدلی .

  شیخ نعیم قاسم   دلبنان د حکومت  په لازر جوړیدا باندې په ټینګار سره د حکومت  دجوړیدا لپاره خوره غوره لاره  دپارلیمانی انتخاباتو پر نیتجې  تکیه وبلله .

 دلبنان د نوی پارلیمان په جوړید ا پسې ،د تیر مئ په څلورویشتمه نیټه سعد حریری ،  دپارلیمانی اکثریّت    د ملاتړ له ترلاسه کولو وروسته  د لبنان د ولسمشر  میشل عون له خوا  د نوی کابینې  په جوړیدا مامور شو ، خو دغه ماموریت تر دې دمه کومه نتیجه نه ده ورکړې .  

 

Sep 10, 2018 13:57 Asia/Kabul
کمنټونه