• ټرمپ دامریکا په انتخاباتوکې دصهونیسټانو له نفوذه په استفادې پسې دی

د مجلس خبری آژانس له راپور سره سمم علاءالدین بروجردی ددې خبرې په کولو سره چې ډونالډ ټرمپ هر هغه امتیاز چې صهونیسټان ئې وغواړی ، ورکوی ،روښانه کړې ، دامریکا ولسمشر هڅه کوی ، څو په عمومی افکارو کې د دغه هیواد په رسندوئی اغیز شیندونکی ستر چینل دصهونیسټانو له ظرفیّته ، په راتلونکو انتخاباتو کې درای د ترلاسه کولو لپاره استفاده وکړی .

دایران داسلامی شورا دبهرنی سیاست اوملی امنیت  د کمیشن یوه مسئول مقام علاءالدین بروجردی  په واشنګټڼ کې د فلسطین دآزادی غواړی جبهې (پی ایل او) د دفتر د بندولو په باب دامریکا د لوړپوړو چارواکو  دګواښ په غبرګون کې  وئیلی دی ، دامریکا ولسمشر  هڅه کوی ، څو   د دغه هیواد په راتلونکو انتخاباتو کې  د صهونیسټانو دنفوذ  له ظرفیّته  استفاده وکړی .

 دامریکا وال سټریټ  ژورنال  ورځپاڼې  په یوه وروستی راپور کې وئیلی دی ،  د سپینی  ماڼۍ د ملی امنیت سلاکار  جان بولټن به   نن پخپلوڅرګندونو کې  په واشنګټن کې د پی ایل او د  دفتر   بندول   اعلان کړی .

د مجلس خبری آژانس  له راپور سره سمم  علاءالدین بروجردی  ددې خبرې په کولو سره چې  ډونالډ ټرمپ  هر هغه امتیاز چې  صهونیسټان ئې وغواړی ، ورکوی ،روښانه کړې ، دامریکا ولسمشر هڅه کوی ، څو  په عمومی افکارو کې د دغه هیواد  په رسندوئی  اغیز شیندونکی ستر چینل    دصهونیسټانو له ظرفیّته ، په راتلونکو انتخاباتو کې  درای د ترلاسه کولو لپاره   استفاده وکړی .

 هغه ټینګار کړی ، په واشنګټن  کې  د پی ایل او  ددفتر  تړل ،  دملګروملتو پشمول  په نړیوال ډګر کې  دفلسطینیانو   اعتبار  نه کموی ، او دا  دهغوی مسلم حق دی چې  دامریکایانو داقدام په ضد د اپیل په نړیوال عدالت کې  شکایت وکړی .

 

Sep 10, 2018 14:13 Asia/Kabul
کمنټونه