• عربستان په یمن کې پرمظلوموخلکوپه حملوسره په کرتودبشری حقوقو خلاف ورزۍکړی

دپاکستان دبشری حقوقو دچارو وزیرې له اسلامی هیوادونو هم و غوښتل خپل مشکلات او اختلافات دې د امریکا اولویدیځ له لارې نه ،بلکې داسلامی ملګرتیاموسسې په چوکاټ کې حل کړی او په اسلامی ټاټوبو کې دې له وینو بهولو اووژلو ډډه وکړی .

دپاکستان دبشری حقوقو دچارو وزیرې میرمن شیرین مزاری  نن په اسلام اباد کې له ایرنا خبری اژانس  سره په خبرو کې  وئیلی دی ،سعودی عربستان  د ښځو اوماشومانو پشمول په  بې دفاع  یمن والو  په یرغلونو سره   دبشری حقوقو خلاف ورزۍ کړی اوباید ددغو خلاف ورزیو ځواب ووائی .

 هغې  په یمن کې د  زده کونکو په یوه بس د  سعودی ائیتلاف  دجنګی الوتکو رووستۍ  حملې کې  د لسګونو ماشومانو  وژله یوه دردونکی پیښه بللې او وئیلی ئې دی،سعودی عربستان  باید  په یمن کې خپلې حملې پای ته ورسوی.

 دپاکستان دبشری حقوقو دچارو وزیرې  له اسلامی هیوادونو هم و غوښتل  خپل  مشکلات او اختلافات دې  د امریکا اولویدیځ له لارې نه ،بلکې  داسلامی ملګرتیاموسسې  په چوکاټ کې  حل کړی او  په اسلامی ټاټوبو کې دې  له وینو بهولو اووژلو  ډډه وکړی .

 

ټیګونه

Sep 10, 2018 16:11 Asia/Kabul
کمنټونه