• امریکا غواړي سوریه د اسرائیلو دګټو د تامینولو په لړ کښې دامریکا دبهرني سیاست دیوه(۱) اوزار په توګه ووسي .
    امریکا غواړي سوریه د اسرائیلو دګټو د تامینولو په لړ کښې دامریکا دبهرني سیاست دیوه(۱) اوزار په توګه ووسي .

مهر خبری اژانس وایی د سوریې دباندنیوچارو وزیر ولید المعلم وویل دسوریې په ټولو فعالیتونو دامریکا د سلطې هدف داسرائیلو په ګټه دی .

هغه وویل په سوریې کښې دامریکا هدفونه یوازې په خپله دامریکا په هدفونو پورې نه محدودیږي  بلکې په حقیقت کښې داسرائیلو هدفونه دی چې امریکا یې په سوریې کښې اجرا کوی .

دسوریې د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم وویل امریکا نه غواړی سوریه د مقاومت دچورلیز د اصلی هیواد په توګه د اسرائیلو پرضد ووسی او واشنګټن نه غواړی سوریه له ایران او روسیې سره ستراتیژیکې اړیکې ولری .

هغه وویل امریکا غواړی سوریه د اسرائیلو دګټو د تامینولو په لړ کښې دامریکا دبهرنی سیاست دیوه(۱) اوزار په توګه ووسی .

په سوریې کښې کړکیچ له ۲۰۰۱ میلادی کال راهسې د سعودی عربستان، امریکا، انګلستان او د دوې نورو ملاتړ وړ ترهګرو ډلو په پراخو یرغلونو سره د صهیونیسټ رژیم په ګټه دسیمې دمعادلاتو د بدلولو لپاره رامینځته کړی شوی دی .

 

ټیګونه

Sep 11, 2018 04:08 Asia/Kabul
کمنټونه